1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې له افغانستان سره د مرستو کمولو گواښ وکړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۷, دوشنبه

ناروې گواښ کړی دی چې له افغانستان سره به د خپلو مرستو کچه راکمه کړي. په دې سره نو هغه اندیښې لا ډیریږي چې د اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت د پاتي راتلو له کبله د مرستندويو هیوادونو حوصله نوره ختمه شوې ده.

https://p.dw.com/p/193pu
Symbolbild Afghanistan Norwegen Flaggen
Symbolbild Afghanistan Norwegen Flaggenانځور: imago/Xinhua

د فرانسې خبري آژانس لیکي چي د ناروي هيواد په یوه ور رسېدلې بیانیه کې راغلي دي: «په خواشیني سره چې ناوريژي چارواکي د توکيو په کنفرانس کي د افغان حکومت د شوو ژمنو د ورو او نامتانسب پرمختگ شاهدان دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «له دغو ژمنو څخه ډیر لږ یې پوره شوي دي [...] موږ په دې باور یو چې د ژمنو د پوره کولو له پاره لا ډیرې هڅې کیدای شوای.»

د ناروي استازو د تيري چهارشنبې په ورڅ په کابل کي د یوه اقتصادي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې افغان حکومت ټاکنو ته د لازم چمتوالي په نیولو، د ښځو د حقوقو په خوندي کولو او دغه راز له اداري فساد سره په مبارزه کې پاته راغلی دی.

په کابل کي د چهارشنبې د ورځې کنفرانس د توکیو تر کنفرانس یو کال وروسته جوړ شوی وو چې له افغانستان سره د بیلابیلو هیوادونو اقتصادي ژمنې وڅیړي. د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه کړې وه. خو دغو هیوادونو خپلې مرستې له ادارې فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو له خوندي کولو او همداراز د ټاکنو له ترسره کیدو سره تړلې وې.

که څه هم افغان حکومت د کابل په کنفرانس کې پر خپلو بریالیتوبونو باندې ټینگار کاوه، خو داسې ښکارې چې د ناروې هیواد له هغه څه چې په تیر کال کې پېښ شوي دي خوشحاله نه دی. دغه هیواد د کابل تر کنفرانس وروسته د یکشنبې په ورځ وویل چې د ژمنو په پوره کولو کې د افغان حکومت د پاته راتلو له کبله کیدای شي دغه هیواد له افغانستان سره د خپلو دوه اړخیزو مرستو د کمولو پر امکان باندې غور وکړي.

په افغانستان کې باید په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې وشي. دغو ټاکنو ته په تیرو یوولسو کلونو کې د افغان حکومت د تر ټولو لویې آزموینې په سترگه کتل کیږي. د همدې کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه هم ووځي، نو له دې کبله په افغانستان کې له سوله ییزې لارې د سیاسي واک لیږد ډیر اهمیت لري. د دغو ټاکنو په پایله کې باید افغان ولسمشر حامد کرزی، خپله دنده یوه نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري. د قانون له مخې کرزی حق نه لري چې په راتلونکو ټاکنو کې خپل ځان ونوموي.

لا تر اوسه پورې افغان حکومت د ټاکنو د قانون په تصویبیدو هم نه دی توانیدلی. د ټاکنو دوه قانونه له څو میاشتو راهیسې په پارلمان کې بند پاته دي. د ناروي هیواد په بیانیه کې راغلي دي: «موږ د اړینو ټاکنیزو جوړښتو د رامنځ ته کولو په برخه کې له افغان حکومت څخه د لا سخت کار تمه لرله. دغه جوړښتونه باید لا وختي رامنځ ته شوي وای.» په بیانیه کې ویل شوي دي چې افغان حکومت اوس هم له اداري فساد سره د مبارزې موضوع ته لازمه توجه نه کوي.

په افغانستان کې وروستۍ ټاکني په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوې چې د درغلیو له تورونو سره مل وې. له دې کبله نړیواله ټولنه ویره لري چې دغه شان احتمالي درغلۍ یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې تکرار نه شي.

په افغانستان کي د ناروې سفیر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هیواد به یې تر هغه وخته پورې له افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کړي چې دغه هیواد هم پر خپلو ژمنو باندې ولاړ وي. هغه د افغانستان او ناروې تر منځ پر دوو اړخیزو همکاریو باندې ټینگار کړی دی او ویلي یې دي چې په دغه شان همکاریو کې باید دواړه اړخونه خپلې ژمنې عملي کړي.

ناروې د افغانستان د لسو لویو مرستندویه هیوادونو په ډله کې دی. دغه هیواد ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به هر کال له افغانستان سره شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. دغه هیواد اوس په افغانستان کې ۱۶۶ سرتیري لري چې د افغان ځانگړو ځواکونو په روزنه بوخت دي.