نارويژي ورزشکار د سکي طلايي مډال تر لاسه کړ
۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبهيانسرود د يوې دقيقې او ۱۸،۱۴ ثانيو په موده کي د ۲۰۰۹۶ کيلومترو اوږد واټن بشپړه کړ او نور ټول سيالان يې شاته پرېښودل. دغه ۱۸ کلن نارويژي تېره اونۍ د «سرأتي سکي» په سياليو کي د ژړو مډال هم گټلی ؤ. يانسرود د شنبې په ورځ (۱۵ فبروري) د طلايي مډال گټلو وروسته وويل: « زه د سيالۍ په پېل کي بالکل آرام وم، خو هغه وخت په رشتيا ډېر وارخطا سوم کله چي اېنډريو (وايبرېشت) راڅخه مخته سو.»
د سکي امريکايي ورزشکار، اېنډريو وايبرېشت د ۰.۳۰ ثانيې په فرق سره دويم مقام او پدې توگه د سپينو زرو مډال وگټی. نوموړي څلور کاله مخکي د المپيک په ژمنيو سياليو کي د ژړو مډال گټلی ؤ. هغه وخت د المپيک دغه لوبي د کاناډا په وانکوور کي تر سره سوې.
په عيني وخت کي کاناډايي ورزشکار، جان هډېک او امريکايي ورزشکار بوډه ميلير سره په گډه دريم مقام تر لاسه او پدې توگه د ژړو مډال ترلاسه کړ. ياد دواړه ورزشکاران د لومړي مقام گټونکي څخه ۰،۵۳ ثانيې وروسته و هدف ته ورسېدل. د المپيکي لوبو په تاريخ کي دا پنځم ځل ؤ چي دوه ورزشکاران يو مډال گټي. په سوچي دا دويم ځل دی چي دوو ورزشکارانو ته يو مډال په برخه کيږي.
د ميلر لخوا د ژړو مډال گټل هغه د هغو ورزشکارانو په قطار کي ودرولی چي د المپيک په تاريخ کي يې تر ټولو زيات مډالونه گټلي دي. نوموړی د کيېټيل انډرې آموډټ وروسته دويم کس دی چي تر ټولو زيات مډالونه يې په لاس راوړي دي. آموډټ اته مډالونه په لاس راوړي ول.
د مېرمنو په کراس سنوبورډ سيالي کي د چک جمهوريت سره تړاو درلودونکي، ايفا سامکوفا طلايي مډال په لاس راوړ. د سوچي په ژمني اُلمپيکي لوبو کي پدې توگه سره دا د چک جمهوريت لومړی طلايي مډال دی چي گټي يې. شل کلنې ايفا پدې وتوانېدل چي د سيالۍ په هر پړاو کي لومړی مقام خپل کړي.
د مېرمنو د هاکي په لوبه کي د آلمان د لوبډلې فندلنډ څخه د ۱ په مقابله په ۲ گولونو سره ماته وخوړله.