1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناراضي کانديدانو او پلويانو يې په لاريونونو لاس پوري کړی

۱۳۸۹ آذر ۴, پنجشنبه

وروسته له هغه چي تيره ورځ د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسيو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلي اعلان کړې د غزي او هرات ولايتونو په شمول په يوشمېر ولايتونو کي خلکو په اعتراضونو لاس پوري کړی.

https://p.dw.com/p/QIBW
په هرات کي يوشمېر خلکو خپلو د رايه ورکولو کارتونو ته اور اچولی
په هرات کي يوشمېر خلکو خپلو د رايه ورکولو کارتونو ته اور اچولیانځور: Hoshang Hashimi

تيره ورځ د انتخاباتو کمېسيون د غزني چپه د نورو ټولو حوزو پايلي اعلان کړې، چي په دې سره يو شمېر کانديدان او د هغوی پلويان نا خوښه دي.

نن په هرات ولايت کي د يو شمېر ولسواليو لاري بندي او ډير خلک سړکانو ته راوتي ول تر څو د ټاکنو د کمېسيون د وروستۍ پريکړي په اړه خپل ږغ پورته کړي.

ددې لاريونو په ترځ کي يو شمېر خلگو خپل د رايو کارتونو ته اور ورته کړی او د کمېسيون څخه د خپل حق غوښتنه کوله.

د غزني ولايت ۱۱ تنو کانديدانو په کابل کي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي د هرډول سياسي جوړجاړي په وړاندي غبرگون وښودی.

دغه راز ددې ولايت يو بل تن ناکامه کانديد عبدالجبار شلگري بيا ويل چي نه يوازي په غزني، بلکي په ټول افغانستان کي انتخابات مشروعيت نه لري او په غزني کي بايد د سره ټاکني تر سره سي.

بله خوا نن د افغانستان لوی څارنوالی ويلي دي چي په ټاکنو کي د درغليو په توريې څلور تنه نيولي دي، چي د هغوی په خبره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او کانديدانو تر منځ يې په پيسو منځگړيتوب کاوه.

لوی څارنوالۍ ويلي چي د انتخاباتو د کمېسيون د لوړ پوړو چارواکو په اړه هم پلټني رواني دي.

تيره ورځ افغاني رسنيو خبر ورکړی و چي د انتخاباتو د کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي ددفتر مسول د هيواد څخه تښتې دلی دی. خو معنوي دغه ادعاوي رد کړې.

تيره ورځ د افغانستان لوی څارنوال ادعاوکړه چي د افغانستان د راتلونکی پارلمان د کاندیدانو سرنويشت د کابل د صرافۍ د مارکيت سرای شهزاده او ډوبۍ څخه ټاکل کيږي.

د سياسي چارو شنونکي وايي چي د يوې خوا په ټاکنو کي د خلکو گډون ډير کم و او د بلي خوا يو مليون رايي باطلي سوې، نو د افغانستان راتلونکی پارلمان د خلکو استازيتوب نسي کولای.

تر څو عمر څنډ وروسته د پارلماني ټاکنو پايلي اعلام سوې چي د درغلیو په تور د ليست څخه د ۲۴ تنو کانديدانو نومونه و ايستل سول چي په هغوی کي ۱۹ تنه يې گټونکی ول.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم