د ناتو تر مشرۍ لاندې ځواکونه وايي چې 150 اورپکي يې په پکتيکا کې وژلي دي. ناتو د خپلو څرگندونو له مخې ليدل چې دوه ډلې ياغيان څنگه له پاکستان څخه پکتيکا ته راوښتل.
https://p.dw.com/p/DKBD
اعلان
دغه اورپکي د ايساف او افغاني عسکرو د ځکمنيو او هوايي ځواکونو له لوري تر حملې لاندې ونيول شول. تر جگړې مخکې د پاکستان اردو ته خبر ورکړل شوی و. دا د نوي ميلادي کال د پيل راهيسې تر ټولو سخته جگړه وه.