1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: په ۵ کلونو کې شاوخوا ۱۹ زره مهاجر په سمندر کې مړه شوي

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

د ۲۰۱۴م کال راهيسې شاوخوا ۱۹ زره کسانو په مديترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا ورک شوي دي. دا هغه مهاجر ول چې غوښتل يې له دغې لارې ځان د اروپايي اتحاديې يوه غړي هيواد ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3S0rC
Symbolbild Rettung Flüchtlinge aus Mittelmeer
انځور: Getty Images/C. McGrath

د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې له ۲۰۱۴م کاله تر اوسه پورې، لږ تر لږه ۱۸ زره او ۹۹۹ تنه مهاجرو د مديترانې سمندرګي په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا ورک شوي دي. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د جمعې په ورځ ويلي وو چې د دغو کسانو له ډلې څخه ۱۵ زره او ۷۵۴ تنه يې د ليبيا او ايټاليا تر منځ اوبو کې مړه شوي دي.

په تيرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډير مهاجر په ۲۰۱۶م کال، د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت مړه شوي دي. په دغه کال په مديترانې سمندرګي کې ۵۱۴۳ تنه مهاجر مړه او يا ورک شوي ول.

په روان ميلادي کال کې هم پر دغې خطرناکې لارې ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ۲۰۱۹م کال له پيله تر اکتوبر مياشتې پورې، په مديترانې سمندرګي کې د مړو شوو او لادرکه شوو کسانو شمير کوم چې په رسمي توګه ثبت شوي دي، ۱۰۸۰ تنو ته رسيدلی دی.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه د ۲۰۱۷م کال يو انځوريز البوم: