1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: په افريقا کې ماشوم سرتېري ډېر شوي دي

۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/17EZR

له کوچنیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستي سازمان یونیسف، د معلوماتو پر اساس د مرکزي افریقا په جمهوريت کې په زیاتیدونکي ډول له نابالغه ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه کار اخیستل کیږي. هم یاغیانو او هم حکومت په تیرو اوونیو کي په جګړو کي له نابالغه ماشومانو څخه کار اخیستی دی او هغوی یې خپلو صفوفو ته ورداخل کړي دي. د یونیسف یوه ویاند وویل چي که څه هم عسکري صفوفو ته د هغوی د شمولیت په باب دقیق ارقام په لاس کي نه لري، خو په دې اړه معتبر رپوټونه موجود دي.