1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: «نړۍ موږ ته انتظار نه کوي»

۱۳۹۶ دی ۱۰, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګېلامېرکل د نوي کال وينا واوروله. هغې په دغه وينا کي هوډ څرګند کړی چي غواړي د نوي کال په پېل کي په چټکۍ نوی حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2q9be
Deutschland | Neujahrsansprache BK Angela Merkel 2018
انځور: Reuters/H. Hanschke

انګېلا مېرکل د ۲۰۱۷ کال د پای ته رسېدو په ترڅ کي آلمانيانو ته خپله کلنۍ وينا واوروله. نوموړې په خپلو خبرو کي وويل چي دا هيله لري چي انسانان «په پراخه اندازه يو د بل احترام» وکړي.

مېرکل په خپله وينا کي په آلمان کي د يووالي او پېوستون په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه. د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۳۱مه نېټه) په خپره سوې دغه وينا کي مېرکل ويلي چي په آلمان کي بل هيڅ وخت دومره زيات بېل نظرونه نه ول موجود لکه دمګړی چي موجود دي. هغه وويل: «بعضي کسان حتی زموږ په ټولنه کي د يو چاک رامنځ ته کېدو څخه خبره کوي.»

هغې وويل چي يو شمير کسان وايي چي آلمان په اقتصادي توګه يو ډېر بريالی هيواد دی چي يوه پرانستې او بېلابېلوالی لرونکې ټولنه لري. د هغې په وينا نور کسان بيا سته چي وايي: تر اندازې زيات داسي کسان سته چي له د آلمان په برياؤ کي ورته ونډه نه رسيږي او دا چي په دغه هيواد کي جرايم او تاوتريخوالی زيات دی.

د مهاجرت کنټرول

مېرکل په خپله وينا کي وويل چي داسي کسان سته چي هغوی پوښتنه کوي چي آلمان څنګه کولای سي چي مهاجرت کنټرول او اداره کړي.

د آلمان صدراعظمې و يادو خبرو ته په اشاره سره وويل چي دواړه نظرونه حقيقت دي چي هم پکښي د بريا او هيلو خبره او هم پکښي د بيري او تردد خبره درسته ده.

صدراعظمې مېرکل په آلمان کي د ترسره سوو پارلماني ټاکنو پر موضوع هم خبري وکړې. هغې وويل چي د آلمان ولس و سياستوالو ته دنده سپارلې چي د آلمان د ټولو وګړو د راتلونکو ننګونو د جواب کولو له پاره هڅې وکړي او غم يې وخوري. هغې وويل چي د آلماني ولس له خوا دغه سپارل سوې وظيفه ده چي له کبله يې دا ځان مکلف ګڼي چي په آلمان کي نوی او قوي حکومت رامنځ ته سي. هغې وويل ځکه چي «نړۍ موږ ته انتظار نه کوي؟»

مېرکل وويل چي اوس بايد د دې له پاره هم امکانات برابر کړل سي چي د لسو کالو او ۱۵کالو وروسته لا هم د آلمان وضعه ښه وي. د هغې په وينا د دې له پاره مهمه دا ده چي سته کارځايونه خوندي کړل سي او په راتلونکي کي نوي کارځايونه رامنځ ته کړل سي. مېرکل پر شرکتونو ږغ وکړ چي په څېړنيز او په ديجيتل پرمختيايي ډګر کي دي لا زياتي هلي ځلي او پانګونه وکړي. هغې وويل چي د آلمان دولت غواړي چي دغه شرکتونه د «د ديجيتل مخکښان» وګرځوي.