1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل له عباس سره په دافوس کې وليدل

۱۳۸۵ بهمن ۶, جمعه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل د دافوس د اقتصاد د نړيوالو خبرو اترو تر څنگ په نوموړې غونډه کې د فلسطنيانو له ولسمشر محمود عباس سره هم کتلي دي.

https://p.dw.com/p/DKK4
د فلسطنيانو ولسمشر محمود عباس او د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل
د فلسطنيانو ولسمشر محمود عباس او د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکلانځور: AP
مېرکل عباس ته د يو وياند په قول د يو فلسطني دولت په جوړولو کې د مرستې ژمنه کړې ده. مېرکل همداراز دغه هيله څرگنده کړه چې اروپا به د ملگرو ملتونو، متحده آيالاتو او روسيې په شمول د څلوراړخيزو خبرو اترو په لړ کې د سولې د بهير په تقويه کولو کې رغنده ونډه واخلي. عباس په ځواب کې وويل چې هغه دغو هڅو ته سترگې په لار دی په داسې حال کې چې آلمان د اورپايي اتحاديې د شورا مشري هم په غاړه لري.