1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل له عباس سره وليدل

۱۳۸۵ اسفند ۴, جمعه

فلسطيني ولسمشر محمود عباس له آلمان څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې له لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل سره کتلي دي. مېرکل له عباس څخه د نژدې ختيځ د شخړې د هوراولو د هڅو په خاطر مننه وکړه.

https://p.dw.com/p/DKJl
دواړو غاړو د بندي شوي اسرائيلي عسکر گيلاد شليت د خوشي کولو ملاتړ وکړ
دواړو غاړو د بندي شوي اسرائيلي عسکر گيلاد شليت د خوشي کولو ملاتړ وکړانځور: AP
دواړو غاړو د بندي شوي اسرائيلي عسکر گيلاد شليت د خوشي کولو ملاتړ وکړ چې تېر دوبی برمته شوی و. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير له عباس سره د پنج شنبې په ورځ د يوې کتنې په ترڅ کې د نژدې ختيځ د څلورو اړخونو هيلې له نوي فلسطيني ائيتلافي حکومت څخه يو ځل بيا مطرح کړې وې. په دغو غوښتنو کې له تشدد او تاوتريخوالي څخه لاس اخېستل راځي او د اسرائيلي دولت په رسميت پېژندنه.