مېرکل له آيرلند څخه غوښتي چې د اروپايي ټولني قانون تړون ومني
۱۳۸۷ فروردین ۲۷, سهشنبهاعلان
مېرکل په دبلين کې د آيرلند له لومړي وزير بيرتي آهرن سره تر ليدنې وروسته په ډاگه کړه: د لزبن تړون اورپايي ټولنه د سيالۍ وړ گرزوي او د اورپا د راتلونکې د پاره يو گټور اصول دئ.
د اورپايي ټولنې له ٢٧ غړو هېوادونو څخه آيرلند يواځينی هېواد دئ، چې د دې تړون په هکله به عمومي رايې اخلي. په نورو ملکونو کې د هغوی پارلمانونه دا کارکوي.
که چېرته آيرلنډيان د جون د مياشتې په ١٢ ورځ مخالفې رايې ورکړي، نو بيا به د اورپايي ټولنې دا تړون ټول له سره جوړيږي.
د لزبن د تړون له مخې اورپايي ټولنه پر يوه بشپړ نوي حقوقي بنسټ باندې دريږي.