1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: رضاکارانه خدمت به ډيري گټي ولري

۱۳۹۰ تیر ۲۶, یکشنبه

د المان لومړۍ وزيري د خپل اونيز پېغام په ترځ کي دغه اونۍ د يوې 19 کلنې زدکوؤنکې کاترين موت پوښتنو ته جوابونه ويلي دي. پوښتنې په المان کي د اجباري عسکري پر ځای د رضاکارانه نوکرۍ په هکله دي.

https://p.dw.com/p/11wxK
انگيلا ميرکل
انگيلا ميرکلانځور: DW-TV

موت: آغلي لومړۍ وزيري، د جولای د لومړۍ نېټي څخه په المان کي رضاکارانه کار نوی قانون پلی سو. تاسو پدې تړاو د دې شعار څنگه تفسير کوی چي وايي: تر دې بل ښه احساس نسته چي يو څوک دي د چا په ښه ورسي.

ميرکل: زما په فکر دا يو ډېر ښه شعار دی ولي چي زيات انسانان نورو انسانانو ته اړتيا لري. معلومه خبره ده چي هر انسان غواړي چي د يو چا په ښه ورسي او پدې لړ کي د رضاکارانه خدمتي کار لپاره ځان ثبتونه يوه ښه لاره ده. څوک کولای سي چي په رضا کارانه نوکري کي د داسي خلکو سره پداسي حالاتو کي مرسته وکړي چي انسان په خپله نه وي ورسره مخامخ سوی. له نېکه بخته زيات داسي ځوانان سته چي غواړي د ناروغانو او هغو زړو خلکو سره مرسته وکړي او د هغوی خدمت وکړي چي مرستي ته اړتيا لري. کوم څوک چي ځان په رضاکارانه کار مکلفوي نو هغه د دغه خدمت په دوره کي پخپله هم ډېر ښه شيان زده کوي چي په خپل ژوند کي يې ډېر په درد خوري. د هغه سره سره دغه رضاکار د انسانانو مرسته او رنځور پال هم وي.

موت: ايا تاسو راته ويلای سئ چي بايد ولي په زياته بيا ځوانان ځان په رضاکارانه خدمت مکلف کړي؟

ميرکل: پخوا په المان کي هغه کسان چي نه يې غوښتل عسکري وکړي پدې مکلف ول چي په اجتماعي ډگرونو کي خدمت تر سره کړي. پداسي حال کي چي اوس عسکري جبري نه بلکه رضاکارانه ده نو د اجتماعي خدمت مکلفيت په غاړه اخيستل هم رضاکارانه سوی دی. بل نوښت دا دی چي پخوا به يوازي ځوانانو ځان مکلف کولای سوای خو اوس تر 27 پوري څوک د رضاکارانه خدمت لپاره ځان مکلف کولای سي. هغه ځوانان چي غواړي داسي يو تحصيل وکړي چي د انسانانو سره د تماس نيولو او تجربو اړتيا وي ورته، نو دغه تجربه ځوانان په رضاکارانه خدمت کي تر لاسه کولای سي. د دې تر څنگ د نورو انسانانو سره مرسته د ځوانانو پر کردار او کړو وړو ډېري مثبته اغېزې لري.

موت: هغه کسان چي غواړي رضاکارانه ځان د خدمتي کال لپاره مکلف کړي نو حکومت هغوی ته 330 يورو د جيب خرڅ ورکوي. ايا داسي ځانگړي اقدامات سوي چي د رضاکارانو څخه د ارزانه کاري قوت په توگه ناوړه گټه پورته نه کړل سي؟

ميرکل: د اجباري اجتماعي خدمت په دوره کي هم دغسي وه چي خدمت کوؤنکو ته تقريبا دغومره پيسې ورکول کېدلې لکه د نوي قواعدو له مخي چي ورکول کيږي. هغه وخت دا شرط ؤ او اوس همدا شرط دی چي دغو رضاکارانو ته به داسي وظايف نه سپارل کيږي چي هغه دي د بېلگي په توگه د يوه رنځور پال يا نرس بشپړه دنده وي او يا هم نور داسي کارونه چي بايد و مسلکي خلکو ته بايد وسپارل سي. د دغه رضاکارانه خدمت مقصد دا دی چي هغه کسان چي اړين دي هغوی ته نوي داسي خدمتونه وړاندي سي چي د مسلکيانو لخوا يې پوره کول ناشونی وي او يا هم ورته وخت نه وي. د المان حکومت به هر کال پدې لړ کي څه باندي 350 مليونه يورو مصرفوي.

موت: المانۍ ټولنه به د دغه رضاکارانه خدمت يا نوکرۍ څخه کومي گټي تر لاسه کړلای سي؟

ميرکل: ټولنه به دا گټه وکړي چي پکښي د داسي کسانو شمېر به زیات سي چي تجربه لري. دا گټه به وکړي چي لا زیات خلک به د معذورينو او ناروغانو په تکليفونو په مستقيمه توگه خبر سي او دا چي هغوی کوم اړتياوي لري. دغه کار به د ټولنې د ټولو غړو تر منځ د صمييت فضا لا زياته پراخه کړي.

موت کاتارينه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل