1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د چین له صدراعظم سره ولیدل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، چین ته د خپل سفر پر مهال پر دې خبره ټینگار کړی دی چې اقتصادي پرمختگ او بشري حقوق له یو بل سر تړلي دي. خو په دې اړه یې کومه ځانگړې پیښه په گوته نه کړه.

https://p.dw.com/p/1CX0u
انځور: Reuters

صدراعظمې انگلا میرکل له چین څخه د بهرني اقتصاد او ریفرمونو له پاره د لا ډیرې غیږ پرانیستنې غوښتنه وکړه. په پیکنگ کې د چین له صدراعظم لي کچیانگ سره د یوې لیدنې کتنې په ترڅ کې دواړو مشرانو پر دې خبره ټینگار کړی دی چې دواړه هیوادونه په گډه کار کول غواړي. په دې ترڅ کې د ۲۰۱۵م کال له پاره یو نوښت هم پلان شوی دی چې له مخې به یې په راتلونکو کلونو کې چین، په آلمان کې د هانور په ښار کې د سي بیټ په نامه د کمپویتر په نندارتون کې شریک هیواد اوسي.

له لي کیچیانگ، سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې میرکل وویل: «موږ یو ځل بیا دا خبره واضحه کړه چې زموږ له پاره کامیابه اقتصادي پرمختگ، بشري حقونه او ټولنیز پرمختگونه له یو بل سره تړلي دي.»

خو میرکل داسې اساسي موارد لکه د هنرمند آی وای وای، دا هیله چې غواړي په برلین کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي، په اړه څه و نه ویل. پر آی وای وای، باندې د چینایي چارواکو له لوري د سفر بندیز لگول شوی دی.

لي کچیانگ چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې په واک کې دی، د بشري حقونو په برخه کې د اصلاحاتو ډاډمنتیا ورکړه. لي وویل: «موږ په ټینگار سره په دی برخه کې کار کوو تر څو په چین کې د قانون پر بنسټ ولاړې واکمنۍ ته وده ورکړو.» د چین صدراعظم له آلمان سره د خپل هیواد پر دیالوگ او دغه راز د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په جوړښتونو باندې ټینگار وکړ. خو هغه زیاته کړه چې چین له ډیرو ننگونو سره مخامخ دی او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه انسانان باید له بې وزلۍ څخه راوباسي.

د میلیاردونو په ارزښت معاملې

د آلمان له صدراعظمې سره په دغه سفر کې یو اقتصادي پلاوی هم مل دی. د دغه سفر په ترڅ کې د میلیاردونو یورو په ارزښت یو شمیر تړونونه لاسلیک شول. د آلمان د موټر جوړولو شرکت فولکس واگون، د موټر جوړولو له خپل چینایي شریک FAW سره په چین کې د دوو نورو اضافي مرکزونو د پرانیستلو په سر هوکړه کړې ده. په دې ترڅ کې به په هر یوه ځای کې د یو میلیارد یورو په ارزښت پانگونه وشي. د فولکس واگون شرکت د خپلو معلوماتو له مخې په تیرو درو کلونو کې په چین کې د ۲۰ میلیونو موټرو په پلورولو سره په دغه هیواد کې د موټر پلرونکو شرکتونو په کتار کې لومړی ځای لري.

د اروپا د ائیر بوس شرکت چین ته د سلو څرخي الوتکو چې ارزښت ۳۰۰ میلیونه یورو ته رسیږي یو تړون هم لاسلیک کړي. همداشان د لوفتانزا هوایي شرکت له خپل چینايي شریک هوایي شرکت سره د لا گډۍ همکارۍ پر سر توافق کړی دی.

چین په کال کې د ۱۴۰ میلیارد یورو په ارزښت سوداگرۍ سره د آلمان یو له مهمو تجارتي شریکانو څخه شمیرل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب