1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د اروپا په شوراکې د بشر د حقوقو دفاع کوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۸, چهارشنبه

کله چې د آلمان لومړۍ وزيره انګېلا " مېرکل " د اروپاپه شوراکې ويناکوي، نوخبره اصلا صرف د يوه شي په هکله وي، د بشر د حقوقوپه هکله.

https://p.dw.com/p/Dimd
مېرمن مېرکل د اروپا په پارلمان کې وينا ورکوی
مېرمن مېرکل د اروپا په پارلمان کې وينا ورکویانځور: picture-alliance/dpa

اوځکه نو " مېرکل " لومړی د بشر د حقوقولپاره د اروپا د استيناف له محکمې نه ليدنه کتنه وکړه. نوموړې وويل، غواړي، چې د دغې محکمې د کارپه هکله ځان خبرکړي. داټکی، چې د بشر د حقوقوپه برخه کې په اروپا کې دننه هم بايد ډېرڅه لاوشي، ښايي، چې د اروپا د استيناف د محکمې د پستې په شعبې کې ورته څرګند شوی وي.
هراروپايي، چې خپل د بشرحقوق ترپښولاندې شوي ګڼي، کولای شي، چې نوموړې محکمې ته عريضه وکړي ـ او د اروپا د استيناف د محکمې صندوق ته دومره عريضې وراچول کيږي، چې د چاخبره نورهيڅ ځای پکښې نشته. يوازې په تېر ميلادي کال کې دغې محکمې ته مجموعا څلوېښت زره عريضې وشوې. عريضه کونکي اکثرابايد په کلونو، کلونوانتظاروباسي.

که څه هم، چې د آلمان لومړۍ وزيرې انګېلا " مېرکل " د چين او د تبت د بحران په هکله په مشخص ډول څه ونه ويل، خوپه ډېروجملوکې يې په ډاګه وښودل، چې پرچاباندې نيوکې کوي. " مېرکل " د بېلګې په توګه وويل، چې زورزياتی بايد هيڅکله هم د لږه کيويااقليتونو د نه حل شويوستونزو د حلولوکيلي وي. اوکله، چې يې په اروپاکې د بشرله حقوقوسره د چلند په هکله اروپايي ګډارزښتونه د هغو د بنسټ په نوګه يادکړل، نوپرچين اوروسيېې باندې يې فرعي لفظي ګوزارونه په ډاګه اورېدل کېدل:
" کله چې خبره د بشر د حقوقوپه هکله وي، نو داډېرښه کاردی، چې په اروپاکې د متقابلې مداخلې مکلفيت شته. د بشر د حقوقوپه مسأله کې د يوه هېوادکورني مسأيل نشته، د کوموپه واسطه، چې يوهېواد د بېلګې په توګه ځان د بشر د حقوقو د کميسارله قضاوت يامحکومولونه ژغورلای شي. "

" مېرکل " زياته کړه، خوکله، چې خبره د بشر د حقوقو د ډاډه کولوپه هکله وي، نوبايد اروپايان هم تل مدام ځانونه په انتقادي توګه وپوښتي. د سړي د کړوله مخې د سړي په هکله حکم کيږي. د بشر د حقوقوپه بدل کې بايد پربل شي باندې توافق ونشي:
" دازمونږ د ارزښتونومسأله هم ده، چې مونږتجارتي ګټوته د بشرپرحقوقوترجيح ورکوو، اوکه وايو، چې اقتصادي او د بشر د حقوقومسأيل بايد له يوبل سره تضاد ونلري. "