1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: مهاجرت د اروپا له پاره یو لوی چيلينج دی

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرت مسئلې ګډه حل لاره د اروپایې اتحادیې د راتلونکي له پاره برخلیک ټاکونکې وبلله. هغې همدرانګه په کيمنيڅ ښار کې د ښی اړخو د مظاهرو پر مهال رامنځته شوي ګډوډۍ او تاریخوالی وغانده.

https://p.dw.com/p/34lEo
Deutschland Bundestag
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۲) د دغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال وویل: «په دې اړه مو تر اوسه پورې حل لاره نه ده موندلې». د میرکل په خبره دا تر مالي کړکیچ او یورو پولي واحد تر بحران لوی چيلينج دی چې په تیرو لسو کلونو کې په اروپا کې پيل شوی دی.

میرکل د انفرادي اقداماتو او پریکړو او په دې برخه کې د اروپا له وویشل کیدو څخه خبردارۍ ورکړ: «که اروپا ووایې چې موږ خپل چارچاپيره په اصطلاح دیوال جوړوو او دا چې زموږ په ګاونډ کې څه پيښيږي موږ ته ارزښت نه لري، تیروتنه به وکړي».

د آلمان صدراعظمې له خپلو هیوادونو څخه د انسانانو د تيښتې په مقابل کې د مبارزې له پاره وړاندیز وکړ چې په افریقا کې باید لا زیاته پانګونه وشي: «افریقا یوه ډیره ښه وچه ده. یوه ځوانه وچه او د راتلونکي د بازارونو درلودونکي وچه ده». میرکل زیاته کړه چې اوس مسئله د دې پر سر ده چې په پرمختیایې چارو کې پخوانۍ همکارۍ په یوې رښتني اقتصادي ودي بدل کړای شي.

نارضایتۍ باید ختمي شي

میرکل د آلمان په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال په کيمنيڅ ښار کې د ښی اړخو په مظاهرو کې رامنځته شوی تاوتریخوالی وغانده. هغې وویل: «د خلکو غوسه درک کوو، خو دا د تحقيرامیزه مظاهرو له پاره بهانه نه شی کیدای». میرکل زیاته کړه: «د نازیانو د شعارونو او پر داسي انسانانو د برید له پاره چې د ظاهرې بڼه یې بدلوله، نه توجیه او نه هم د نفرت خپرولو له پاره دليل شته».

میرکل وویل دا چې په دې وروستیو کې د څو«درنو جنایتونو» عاملان پناه غوښتونکي ول «متأثره ده». د هغې په خبره ډیر خلک له خپل هغه حق څخه په استفادې، چې په اساسي قانون کې لیکل شوی دی خپله غوسه ښکاره کوي. د آلمان صدراعظمې ټینګار وکړ چې: «موږ د سیاستوالو په توګه مسئول یوو چې دا موضوع جدي ونیسو».

میرکل یادونه وکړه: «دا درک کوو چې خلک له دې امله په غوسه کیږي چې د کيمنيڅ د پيښې په تورنو کسانو کې هغه یو مهاجر دی چې باید له آلمان څخه لا پخوا اخراج شوی وایې».

هغې زیاته کړه چې په دې برخه کې باید نارضایتۍ ختمې او حکومت پریکړنده ګامونه واخلي.

د اګست میاشتې په پای کې د آلمان په کيمنيڅ ښار کې یو آلماني ځوان په چاقو ووژل شو. د دې پيښې تورن عاملين د عراق او سوریې هیوادونو مهاجر ول. دا پيښې په کيمنيڅ کې په ځانګړي توګه د ښی اړخو له خوا د پراخو مظاهرو د ترسره کیدو سبب شوې چې له څه ناڅه تاوتریخوالي سره ملې وې.