1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د یورو د کړکیچ د حلولو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبه

انګلا میرکل د اروپا د اتحادیې له سر مشرییزې څخه مخکې د یورو د کړکیچ د له منځه وړلو غوښتنه وکړه. د اپوزیسیون یوه مشر پیر شتاین بروک، چې د صدراعظمۍ له پاره کاندید هم دﺉ، د یورو د کړکیچ په حل کې د میرکل سیاست ناکامه وبله.

https://p.dw.com/p/16SCi
انځور: dapd

د المان صدراعظمې انګلا میرکل د خپل هیواد د فدرالي شورا (بوندستګ) غونډې ته په وینا کې وویل چی «یورو د اروپا د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي اتحاد سبمول دﺉ».

هغی زیاته کړه: «نوی اقتصادي او د پولي سیستم یووالی باید پر څلورو کلکو ستنو ولاړ وي. لومړی د پراخ مالي بازار سیاست، دویم پراخ ګډ مالي سیاست، دریم پراخ اقتصادي سیاست او څلورم يو پراخ دیموکراتیک مشروعیت.»

د ميرکل دغه وینا تر زیاته حده د اروپا په هکله وه چې د هغې یووالی د دغې وچې د سولې او ثبات له پاره څومره اهمیت لري: «موږ پوهیږو چې په اروپا کې په آزادۍ کې ژوند کوو. موږ پوهیږو چې په اروپا کې دیموکراسي لرو. موږ پوهیږو چی په اروپا کې د مظاهره کولو حق شته.»

له دې خبرې سره د المان صدارعظمې یونان ته د خپل وروستي سفر ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې ئې له سختو مظاهرو سره مخامخه شوې وه. د مظاهرو گډونوالو د المان د حکومت اروپایي سیاست وغانده او هغه ئې د خپل هیواد د روان مالي کړکیچ له پاره ګرم وګاڼه.

میرکل په خپلې وینا کې وویل چې هغه غواړي چې یونان د یورو په حوزه کې پاتې شي. هغې زیاته کړه چې په یونان کې روان اقتصادي کړکیچ ته باید په عاجل ډول پاملرنه وشي. خو میرکل یادونه وکړه چې هغه د یونان د حکومت او خلکو پر قوې ارادې باندې باور لري چې کولای شي له دې کړکیچ څخه راووځي.

میرکل د یورو د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره د خپل حکومت له هڅو څخه چې په تیرو درو کلونو کې ئې کړي دي دفاع وکړه. خو د میرکل د یورو د ژغرونې پر سیاست باندې د حکومت د ستر اپوزیسیون یوه مشر پیر شتاین بروک، نیوکه وکړه. شتاین بروک په راتلونکي کال کې د خپل ګوند له خوا د صدراعظمۍ د مقام له پاره نومول شوی دئ.

هغه وویل چې د میرکل تر مشرۍ لاندې ایتلافي حکومت په دې نه دئ توانیدلی چې خلکو ته د اروپا د یووالی اهمیت سم روښانه کړي. شتاین بروک د صدراعظمې د پنجشنبې د ورځې وینا هم تر نیوکو لاندې ونیوله او ویویل چې میرکل باید د اروپا د اتحادیې ستاینه باید دوه کاله مخکې کړي وای. هغه وویل:

«د اغلې صدراعظمې دا خبره صحیح ده چې هغه څه چې په اروپا کې شته په نړۍ کې ساری نه لري، بشري حقونو ته درناوی، د لږکیو د حقونو خوندي ساتل، ټولنیز عدالت، خپلواک قضأ. خو د اروپا په هکله دغه ډول وینا باید دوکاله مخې شوي وای.»

شتاین بروک د میرکل پر ایتلافي حکومت چې د هغې له مسیحي دیموکرات، سوسیال مسیحي او لیبرال دیموکرات ګوندونو څخه جوړ شوی دئ نیوکه وکړه چې په تیرو دوو کلونو کې و نه توانید چې د یورو د کړکیچ له پاره د حل لاره پیدا کړي.

وروسته له هغه چې شتاین بروک د صدراعظمۍ له پاره کاندید شو، دا د المان په فدرالي شورا کې له میرکل سره د هغه لومړۍ مخامخ مناطره وه. د ۲۰۱۳ کال په مني کې په المان کې پارلماني ټاکني کیږي.

دویچه ویله،عبدالباري حکیم
کتونکی مسعود جهش