1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د سرحدونو بندول د حل لاره نه ده

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمي انيگلا میرکل، ویلي دي چې هڅه به وکړي د پنجشنبې په ورځ د اروپایې اتحادیې په سرمشریزه کې د مهاجرو د راتگ بهیر د بندولو په اړه د ترکیې او اروپایې اتحادیې تړون پر موضوع بحث وشي، نه د سرحدونو پر تړلو.

https://p.dw.com/p/1Hwbs
Deutschland CDU in Neubrandenburg - Parteivorsitzende Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/B. Settnik

د میرکل په خبره د سرحدونو د تړولو موضوع د اروپایې بلاک یا زون په زیان تماميږي. ټاکل شوې ده چې د اروپایې اتحادیې د سرمشریزې غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د فیرورۍ ۱۸-۱۹) په ورځو کې ترسره شي.

د آلمان صدراعظمي انيگلا میرکل په برلین کې د اسرائيلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په روانه اونۍ کې د اروپایې اتحادیې په سرمشریزه کې به له ترکیې سره د فیصله شوي تړون په برخه کې د لا زیات پرمختگ رامنځته کیدو هڅه وکړي.

میرکل وویل چې د اروپایې اتحادیې د سرمشریزي په غونډه کې به په اروپایې هیوادونو کې د مهاجرو د ویش پر موضوع نه، بلکې د هغه تړون پر اغېزمنتوب بحث وشي چې د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ شوی.

هغې زیاته کړه چې د اروپا سرمشریزي په ترڅ کې به معلوم شي چې آیا دغه تړون به اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کې اغیزمن وي او یا دا چې اروپا له دغه تړون څخه ووځي او پر ځای یې د یونان، مقدونیا او بلغاریا سره د خپلو سرحدونو د تړلو پر موضوع غور وکړي.

خو په عین وخت کې میرکل خبرداری ورکړ چې دا ډول هر یو اقدام د یونان، اروپایې اتحادیې او شینگن زون په زیان تمامیدلای شي.  

په همدې منځ کې د یونان د دفاع وزیر پانوس کامینوس، ویلي دي چې د دوی پوځي ټیمونو له یوې مودې راهیسې د مهاجرو د تم کولو او د دوی د ثبتولو مرکزونه جوړ کړي دي چې ممکن ترې کار وانه خیستل شي.

د هغه په خبره تیره اونۍ له ناټو سره د آژه سمندر د څارنې له تړون سره به له دې لارې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې په ښکاره ډول کمښت راشي.  

همدارنگه د اتن حکومت هم د مهاجرو د راتگ بهیر د کمولو په برخه کې پاته راغلی دی چې له همدې امله یونان له یوې مودې راهیسې له نیوکو سره مخامخ دی.

تیره اونۍ داسي وړاندیزونه هم وشول چې یونان دې په موقتي ډول له شینگن زون څخه و ایستل شي. خو د اروپایې اتحادیې شورای مشر دونلد توسک، دا کار نا ممکنه وباله او وې ویل چې له شینگن زون څخه د یونان پر وتلو اروپایې اتحادیې ته ور پيښ مسائل نه شي حل کیدای.

توسک د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د څار او کنترول چارو پر بهترولو ټینگار وکړ. د د اروپایې اتحادیې شورا د مشر په خبره د دې کار له پاره نه یوازي د اتن حکومت باید اقدامات وکړي، بلکې د اروپایې اتحادیې لا زیاتې همکارۍ او مرستې ته اړتیا ده. د یادونې وړ ده چې د شینگن په زون کې د اروپایې اتحادیې ۲۶ هیوادونه غړیتوب لري.