1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د اسد رژیم باید د سوریې د سیاسي حل لارې برخه وي

۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، ویلي دي چې د سوریې د شخړې د یوه سیاسي حل له پاره د دغه هیواد د اوسني رژیم ګډون اړین دی. هغې په عین حال کې د آلمان د کډوالو له سیاست څخه هم دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/1GiRq
انځور: Reuters/B. Khabieh

له آلمانۍ راډیو «دویچلند فونک» سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، میرکل ټیګار وکړ چې د سوریې د کړکیچ پای ته رسولو له پاره یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا شته. خو هغې په عین کې ویلي دي چې په دې هیواد کې پوځي مداخله هم اړینه ده.

میرکل وویل: «د سوریې په تړاو، لکه څنګه چې ما ویلي دي: موږ پوځي هڅو ته اړتیا لرو، خو پوځي هڅې به یوه حل لاره رامنځ ته نه کړي. موږ یوه سیاسي بهیر ته اړتیا لرو، خو دغه بهیر په وروستیو وختونو کې ښه روان نه دی.»

میرکل په دغه مرکه کې وویل چې د سوریې د سیاسي حل له پاره د بشار الاسد په مشري د دغه هیواد د اوسني رژیم ګډون اړین دی. هغې وویل: «د دې له پاره چې یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږو، موږ هم د اپوزیسیون او هم د هغو کسانو استازو ته اړتیا لرو چې اوس پر دمشق باندې کنترول لري. پر دې سربیره موږ نورو اړخونو ته هم اړتیا لرو. له دې کبله چې موږ بریا تر لاسه کړو په دغو خبرو اترو کې موږ د ښکیلو اړخونو متحدینو ته هم اړتیا لرو.»

د آلمان صدراعظمې ټینګار کړی دی چې د سوریې د شخړې په سوله ییز حل کې امریکا متحده ایالات، روسیه، سعودي عربستان او ایران مهم نقش لوبولی شي. میرکل په عین حال کې د آلمان، فرانسې او انګلستان پر نقش هم ټینګار کړی دی.

د پناه غوښتنې قوانین به کمزوري نه شي

میرکل په دغه مرکه کې د کډوالو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړې چې آلمان به په دې برخه خپل قوانین سست نه کړي. د آلمان د قوانینو له مخې هر هغه کس چې د پناه غوښتنې له پاره یو قانع کوونکی دلیل ولري په دې هیواد کې منل کیږي.

خو میرکل په عین حال کې وویل چې هغه کسان چې په آلمان کې د منل کیدو چانس نه لري باید له دغه هیواد څخه ووځي. آلمان اوس مهال د سوریې او افغانستان د وګړو په ګډون د کډوالو له یوې لویې څپې سره مخامخ دی. اټکل کیږي چې یوازې د روان کال تر پایه پورې په آلمان کې یو میلیون کسان د پناه غوښتنلیک ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب