1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: بریتانیا د امتیازاتو ساتلو تمه نه شي لرلی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، ویلي دي چې بریتانیا نه شي کولای د دې تمه ولري چې له اروپايي ټولنې څخه پر وتلو سربیره هم خپل امتیازات وساتي. هغې زیاته کړې ده چې د اروپايي ټولنې د متحد ساتلو له پاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/1JF4l
Angela Merkel Regierungserklärung Berlin Brexit
انځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeld

انګلا میرکل د سه شنبې په ورځ د خپل هیواد په فدرال پارلمان کې د وینا پر مهال وویل چې بریتانیا نه شي کولای له اروپايي ټولنې څخه د وتلو څرنګوالي په اړه د مذاکراتو پر مهال، د دغې ټولنې د ځانګړي چلن تمه وکړي.

هغې په بروکسل کې د ارويايي ټولنې تر ناستې مخکې په برلین کې وویل: «هر څوک چې دغه کورنۍ [اروپايي ټولنه] پریږدي، نه شي کولای دا تمه ولري چې نور به مکلفیتونه نه لري خو امتیازات به ساتي.»

هغې همداراز ټینګار وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر څرنګوالي د مذاکراتو پر مهال به د دې امکان نه وي چې د بریتانیا له خوا ځینې موضوعات و منل شي او ځینې نور بیا رد شي.

لا تر اوسه پورې بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو رسمي غوښتنلیک نه دی وړاندې کړی. د اروپایي ټولنې ډیري مشرانو غوښتي دي چې بریتانیا دې ژر تر ژره له دې ټولنې څخه ووځي، خو میرکل بیا ویلي دي چې باید د اروپايي ټولني ټول غړي هیوادونه د بریتانیا د وتلو له پاره یو واحد ځواب ولري.

میرکل په خپله وینا کې روښانه کړه چې ارويایي ټولنه په کافي اندازه قوي ده، او د بریتانیا له وتلو وروسته به هم پاتې شي. هغې زیاته کړې ده چې پخپل توان کې به هر ممکن کار ترسره کړي چې دغه ټولنه سره متحده وساتي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب