1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اولاند سره ولیدل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14wFF

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د لوړې د مراسمو تر سره کیدو څو ساعته وروسته برلین ته سفر وکړ چې د المان له صدراعظمې انگلا میرکل سره وویني او د اروپا پر وړاندې د پرتو ستونزو پر سر خبرې وکړي.

دواړو مشرانو پر دې خبره ټینگار وکړ چې یونان دې د یورو په زون کې پاتې شي. پر دې سربیره دواړو مشرانو د اروپا د اقتصادي پرمختگ د وړاندیزونو پر سر هم خبرې اترې وکړي. اولاند ویلي دي چې د یورو د بحران د حل له پاره باید د ممکنه ټولو اقتصادي گامونو په اړه فکر وشي.