1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اوباما بیا تیلفوني خبرې وکړې

عبدالباري حکیم/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

په آلمان کې د متحده ایالاتو د جاسوسي کړیو تر بربنډیدو وروسته د برلین او واشنگتن تر منځ اړیکې یو څه سړې شوې وي. خو اوس ویل شوي دي چی صدارعظمې انگلا میرکل او ولسمشر بارک اوباما بیا یو له بل سره تیلفوني اړیکه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/1Cdkt
انځور: picture-alliance/dpa

د میرکل او اوباما د تیلفوني تماس خبر د متحده ایالاتو ملي امنیت د مشاور مرستیال بن رودیز، له خوا په «تویتر» ټولنیزې شبکې کې خپور شوی دی. بن رودیز لیکلي دي چی دغو دواړو سیاستوالو د اوکراین، د ایران د اتومي شخړې، د آلمان او امریکا پر گډو همکاریو باندې خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ په حواله اوباما او میرکل دغه راز د متحده ایالاتو او آلمان تر منځ د استخباراتي همکاریو پر سر هم غږیدلي دي. د نوموړو معلوماتو له مخې ولسمشر اوباما ویلي دي چې هغه به له صدراعظمې میرکل سره پر دې باندې کار وکړي چې څرنگه په راتلونکې کې د دوړاو هیوادونو ترمنځ استخباراتي همکارۍ په ښه توگه سمبال شي.

هغوی په خپلو خبرو کې پر دې هم د نظر توافق لاره چې د اوکرایین په ختیځ کې د کړکیچ پ آرامولو کې باید روسیه خپل رغوونکی نقش ولوبوي. د بیلگې په توگه روسیه کولای شي چی له سرحد څخه د وسلو او جنگیالیو د تیریدو مخه ونیسي.

د جاسوسي له بربنډیو سره په اړیکو کې خپگان

څه موده مخکې په آلمان کې د متحده ایالاتو د جاسوسې دوه کړۍ بربندې شوې. له دې سره د آلمان د سیاستوالو او عامو خلکو غوسه راوپاریده چې څرنگه کیدای شي چې د آلمان یو نژدې متحد او دوست هیواد په داسې عمل لاس پورې کړي.

اوس د آلمان لویه څرانوالي د دغه هیواد د بهرني استخباراتي ادارې BND او د دفاع وزارت د دوو کارکونکو پر ضد تحقیقات کوي. هغوی تورن شوي دي چې د متحده ایالاتو له پاره ېې جاسوسي کوله. سر بیره پر دی د متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتې ادارې یا NSA د آلمان د د پارلمان جاسوسي هم کړې ده. د دغو استخباراتي فعالیتونو په تعقیب د آلمان حکومت په برلین کې د متحده ایالاتو د استخباراتي نمایندگي له مشر څخه وغوښتل چی له آلمان څخه ووځي. د آلمان د دې اقدام پر وړاندې متحده ایالات خپل سخت خپگان ښکاره کړ.

د دغو جاسوسي فعالیتونو د تورونو له بربنډیو څخه وروسته د آلمان صدراعظمې وویل چې له متحده ایالاتو سره د «گډ اعتماد» بنسټ سخت ټکان خوړلې دی. خو سره له دې هم میرکل له آلماني تلویزوني چینل ZDF سره په یوې مرکه کې وویل چې «د دواړو هیوادونو ترمنځ استخباراتي همکارۍ مهمې دي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب