1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل اندونیزیا ته او ویسترویله مصر ته سفر کړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15UYA

د المان صدراعظمه انگلا میرکل په رسمي اندونیزیا ته تللې ده. د دغه هیواد په پلازمینه جکارته کې به هغه د اندونیزیا د ولسمشر سره هم نن وویني. د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو مهمو موضوعاتو کې د سولې تأمینول،ا قلیمي او چاپیریال ساتنې د موضوعاتو سربیره اقتصادي موضوعات هم شامل دي.پر دې سربیره د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله مصر ته په رسمي سفر رسیدلی دئ. د ویسترویله د دفتر له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې هغه به نن د دغه هیواد له ولسمشر محمد مرسي سره وویني. د هغه سفر په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي چې په مصر کې د سیاسي قدرت په سر شخړه روانه ده. د المان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ مصر ته تر رسیدو وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو.