1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار د رویترز دوه خبریالان له بنده آزاد کړل

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

دغه دوه خبریالانو د ۲۰۱۷م کال په وروستیو میاشتو کې په میانمار کې نیول شوي ول. «وا لون» او «کیاو سوې اوو» په ۲۰۱۹م کال کې د روهینګیا مسلمان اقليت پر ضد د عملیاتو په اړه د رپوټونو له کبله د «پولیتزر» معتبره جایزه وګټله.

https://p.dw.com/p/3I3SS
Myanmar, Yangon: Freilassung der Journalisten Kyaw Soe Oo und Wa Lone
انځور: picture-alliance/AP/T. Zaw

رویترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ وویل چې په میانمار کې یې په ۲۰۱۷م کال کې نیول شوي دوه خبریالان بیرته آزاد شوي دي. دغه خبریالان د میانمار د امنیتي ځواکونو له خوا د «رسمي رازونو د قانون» د ماتولو په تور بندي شوي ول.

۳۳ کلن «وا لون» او ۲۹ کلن «کیاو سوې اوو» په ۲۰۱۹م کال کې، کله چې یې په زندان کې وخت تیراوه، د «پولیتزر» معتبره جایزه وګټله. دغو دواړو تر۵۰۰ ډیرې ورځې په زندان کې تیرې کړي دي.

کله چې دغه دواړه خبریالان یانګون سیمې ته نزدې له «انسین زندان» څخه راوتل په سیمې کې ډیر خبریالان او د هغو خواخوږي موجود ول. وا لون له زندان څخه تر راوتلو وروسته د هغه د آزادۍ له پاره د نړیوالو هڅو ستاینه کړې ده. وا لون وویل: «زه ډیر خوښ او هیجاني یم چې خپله کورنۍ او همکاران وینم. زه تلوسه لرم چې خپل د کار خونې ته ولاړ شم.»

یوې محکمې په سپتمبر میاشت کې دغه دوه کسان په اووه کاله زندان محکوم کړي ول. په اپریل میاشت سترې محکمې د دې پریکړې پر ضد اقامه دعوا رد کړه. خو ولسمشر وین ماینت، په وروستیو میاشتو کې په زرونو کسان بخښلې او له زندان څخه یې آزاد کړي دي. د میانمار چارواکي ډیر وخت د خپل عنعنوي نوي کال پر مهال چې د اپریل پر ۱۷مه نیټه پیلیږي یو شمیر کسان آزادوي.

دواړو خبریالانو تر نیول کیدو مخکې د میانمار د امنیتي ځواکونو له خوا د لسو روهینګیا نارینه و او هلکانو د وژنې په اړه یو څیړنیز رپوټ جوړاوه.

رویترز د خپلو خبریالانو تر نیول کیدو وروسته ټینګار کړی وو چې کارکوونکو یې د قانون خلاف کوم کار نه وو کړی. د رویترز مدیر مسئول ستیفن ادلر، ویلي دي: «موږ ډیر خوښ یو چې میانمار زموږ باجرأته خبریالان آزاد کړي دي.»

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې د روهینګیا مسلمان اقليت پر ضد د میانمار د پوځ د تاوتریخوالي له کبله تر۷۳۰ زرو ډیر کسان ګاونډي هیواد بنګله دیش ته مهاجرت ته اړ شول. ملګري ملتونه او د بشري حقونو نور مدافع سازمانونه پر میانمار باندې د قومي پاکوونې تورونه لګوي.

ms /nz (dpa, Reuters, AFP)