1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مکتب د وهلو نه، د زده کړو ځای دی»

غزانور غزا۱۳۹۲ آذر ۱۳, چهارشنبه

په افغانستان کې اوس هم ښوونکي په ځینو ښوونځیو کې زده کوونکي په دې وجه وهي چې درس نه زده کوي. خو کارپوهان وايي چي دا وهل د زده کوونکو چلند بدلولا شي.

https://p.dw.com/p/1ASma
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د نورو سيمو تر څنگ په کونړ ولايت کي هم تر اوسه لا په ښوونځيو کي شاگردان وهل کيږي. د دغه ولايت د ښوونځیو زده کوونکي او کارپوهان وايي چې په وهلو ټکولو سره نه څوک درس زده کولای او نه سمې لارې ته راتلای شي. دوی وايي چي استادانو ته په کار ده چې زده کوونکي په ښه چلند درس او د اصولو مراعتولو ته وهڅوي.

د کونړ ولايت د اسعد آباد د کرالې اوسېدونکی ابراهیم چې د اووم ټولګی زده کوونکی دی، وايي د دوی کوم ملګري چې وهل کیږي، نو له درسه تښتي او حتی بعضي وختونه له سره ښوونځی پرېږدي. هغه وايي: «کله یې حتی پر سترګو هم وهي. هغوی بيا درس ته زړه نه ښه کوي، په دویم دریم ساعت کې تښتي، درس يې هېریږي او له استادانو څخه وېریږي. زه داسي زده کوونکي پېژنم چي تر وهل خوړلو وروسته يې گردسره درسونه پرې اېښي دي. زموږ دا غوښتنه ده چې استادان دې وهل نه کوي. د درس د زدکولو له پاره وهل هيڅ گټه نه لري.»

د کونړ د پوهنې ریس جمال الدین حسني له دویچه وله سره په خبرو کې وویل، چې د دوی پالیسي د وهلو پرځای هڅول دي. د نوموړي په وينا همدا وجه ده چې د پخوا په پرتله په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل ټکول کم شوي دي. هغه وايي: «د معارف پالیسي هم داده چې باید زده کوونکی په ښه سلوک او ښه رویه تشویق شي او دا چي هغوی بالاخره ښوونځی ته راشي. دا يو واقعیت دی چي که د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ صمیمیت وي نو شاګرد درس ته په شوق او علاقه راځي، خپله حاضري ورکوي او خپل درسونه او سبقونه ښه زده کوي.»

د اسعداباد ښار د تجربوي لېسې زده کوونکی نظیف بيا وايي، چې ځینې وخت استادان هغه شاګردان وهي، چې شوخ وي، یا هم کوم ناوړه کار وکړي. هغه وايي چي دا ډول زده کوونکي ممکن درس پرېږدي او په راتلونکي کې ټولني ته لوی خطر شي. نظيف زياتوي: «ډېر هغه استادان چې وهل کوي، شاگردان د هغوی مضمون نه یادوي. شاگردان له داسو ښوونکو څخه تښتي، په کوڅو کې ګرځي. وهل د انسان له پاره نه وي. مکتب د وهلو ځای نه دی د روزني او تربیې ځای دی.»

د افغانستان په ختیځ کې د انساني حقونو خپلواک کمېسيون پر نورو مسئلو سربېره د زده کوونکو حقونه هم څاري. د دې ادارې د جاج او څار برخې مسؤل عبدالبصیر سباون هم دویچه وله ته وویل، چې د پخوا په پرتله اوس په ښوونځیو کې د درس د نه زده کولو له امله وهل ټکول لږ شوي دي. خو هغه زياتوي چي تر ډېره زده کوونکي په دې وهل کیږي چې له اصولو څخه سرغړونه کوي.

سباون په دې برخه کې هم استادانو ته ګوته نیسي او زیاتوي: «ترټولو مهمه خبره دا ده چې موږ باید مفکري خلک وروزو یعنې هغه شاګرد چې له قانونه سرغړونه کوي باید ذهناً یې اماده کړو. زور په تن حکومت کوي، خو انسانیت په زړونو حکومت کوي. د ځینې شاګردانو سره ذهني کار نه دی شوی. استاد یوازي مشخص کتاب ورته وايي او په اجتماعی مسئلو کي د اکاډمیک ماحول او اصولو په ړنا کي د شاگردانو روزنه نه کوي.»

عبدالبصیر سباون وايي چې تېرو دېرشو کلونو جنګونو پر افغان ټولنه باندي د تاوتریخوالي سیوری غوړولی دی. د هغه په وينا ځوانان او کوچنیان هم له جگړو څخه اغېزمن سوي دي او چارواکو ته په کار ده چې د زده کوونکو د ښوونې ترڅنګ د دوی روزني ته هم ډېر پام وکړي.‎