1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل مخ پر وړاندي ځي خو له يوه نوي سياسي ملگري سره

مسعود جهش/ اوتو شيفر۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د مسیحي دیموکراتانو او آزاد دیموکراتانو ائتلاف ماته وخوړه، ځکه د لومړنیو پایلو له مخې آزاد دیموکراتان د پنځه سلنه رایو په گټلو نه دي توانیدلي. د دويچه ويله د خپرونو مشره اوتو شيفر په دې اند ده چي سياست بدلون موندلی.

https://p.dw.com/p/19m9e
Ute Schaeffer, Deutsche Welle, Chefredakteurin, Multimediadirektion Regionen, Editor in chief, Multimedia Regions Department. Foto: DW/Per Henriksen 27.07.2012. DW2_3666.
Deutsche Welle Chefredakteurin Ute Schaefferانځور: DW

خو «زرغون» گوند ان سوسیال دیموکراتان هم نه شي کولای چې په ائتلاف کولو سره حکومت جوړ کړي. په دې ترتیب سره میرکل خپل حکومت ته دوام ورکوي خو باید د ځان له پاره یو نوی ائتلافي ملگری پیدا کړي. د دویچه ويله د خپرونو مشره اتو شیفر، په دې نظر ده چې په آلمان کې د سیاسي نظام جوړښت بدلون موندلی دی.

ښایي انګلا میرکل د آلمان د راتلونکې حکومت د مشرې په توګه پاته شي. خو د هغې په مشرۍ په راتلونکې احتمالي حکومت کې ښايي ډیر بدلون رامنځ ته شي. د دولت د جوړولو چار به په انګلا میرکل پورې اړه ولري، د هغې مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) په ټاکنو کې نزدې ۴۲ سلنه رایې ګټلې دي او په دې ترتیب سره د آلمان په پارلمان کې تر ټولو پیاوړی ګوند شو. خو د میرکل د ګوند پخوانی ائتلافي ملګری آزاد دیموکرات ګوند په دې نه دی توانیدلی چې پارلمان ته لار ومومي. ښایي د آلمان د مسیحي دیموکراتانو ګوند په راتلونکو څلورو کلونو کې له سوسیال دیموکراتونو سره ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو د دې امکان هم شته جې هغوی په یوازیتوب سره حکومت جوړ کړي.

د صدراعظمې په توګه د میرکل د بیا ټاکل کیدو چانس د ماتیدو وړ نه وو. په عین حال کې د هغې ګوند هم د خپلو نوماندانو له شهرت څخه ګټه واخیسته او په دې ترتیب سره یې ډیرې څوکۍ ترلاسه کړې. په دې ترتیب سره مسیحي دیموکراتانو په تیرو دوو لسیزو کې په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ښه پایله ترلاسه کړه. دغو ټاکنو په عین حال کې په پارلمان کې د میرکل د حکومت پخواني ائتلافي ګوند يعنی آزاد دیموکرات ګوند (FDP) کار ته هم د پای تکی کیښود. دغو ګوند د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې تر ۱۴ سلنه ډیرې رایې ګټلې وې خو دا ځل آن په دې ونه توانید چې مرکزي پارلمان یا بوندستاګ ته د لار موندنې له پاره لږ تر لږه پنځه سلنه رایې وګټي. دا نو د دې ګوند له پاره د روښانه ماتي او د آلمان په سیاسي ډګر کې د بدلون په معنی دی. دا ځکه چې لیبرالانو له ۱۹۴۹ کال راهیسې د آلمان د فدرالي جمهوریت تر جوړیدو وروسته تل د دغه هیواد په مرکزي پارلمان یا بوندستاګ کې استازې لرل.

د میرکل سیاست له سوسیال دیموکراتانو سره ممکن دی

د آلمان د ائتلافي حکومت ټولو بریاو ته د میرکل د بریاو په سترګه کتل شوي دي. آلمان په اروپا کې د بیکاري تر ټولو ټیټه کچه لري، دغه هیواد همداراز کلکه اقتصادي وده لري او د خلکو د پورونو کچه هم پکې کښته ده. ټول آلمانیان له دغو ښو شرايطو څخه له سختیو پرته ګټه اخيستلای شي. همدغو بریاو ښايي آلماني رای ورکوونکي دې ته راضي کړي وي چې د میرکل ګوند ته خپلې رایې ورکړي. رای ورکوونکو د تداوم، ثبات او امنیت غوښتونکي ول، او دا هغه څه ول چې میرکل هغوی ته د خپل حکومت په موده کې ورکړل. میرکل تر اته کاله حکومت وروسته اوس هم د یوې قوي سیاستوالي په توګه په واک کې ده. هغې هر هغه څه چې تر دې مخکې یې په اپوزیسیون پورې تړاو لاره ځان ته جلب کړي دي. د بیلګې په توګه لا ډیر ټولنیز عدالت، د کورنیو لا ډیر ارامښت، د اجباري عسکري خدمت له منځه وړل، په سوريه او لیبیا کې نه مداخله کول، په انرژۍ کې د تحول راوستل. د آلمان ائتلافي حکومت په تیرو څلورو کلونو کې یوازې د کاغذ پر مخ یو مدني ائتلاف وو خو په حقیقت کې دغه حکومت په ډیرو مواردو کې سوسیال دیموکرات پاته شوی او آن په ځینو مواردو کې یې د زرغونو له سیاستونو څخه استفاده کړې ده. دا د دغه حکومت پشپړ عملګرايي ښي. دا د میرکل اصل دی چې د خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت لري.

د میرکل او د هغې د ملاتړو له پاره په یوه لوی ائتلافي حکومت کې د هغې د سیاستونو دوام کوم ستونزمن کار نه دی. خو د دې ترڅنګ به د فدرالي ایالتونو په عالي شورا یا «بوندسرات» کې د میرکل له پاره د پریکړو په اړه د تائید ترلاسه کول اسانه وي. هغه له دې کبله چې اوس سوسیال دیمراتان او زرغون ګوند په دې شورا کې اکثریت لري. دغه دوه ګوندنه اوس په عالي شورا کې د یو شمیر حکومتي پریکړو د مسودو مخه نیسي.

د آلمان په ګوندي سیستم کې بدلون

په آلمان کې د سیاسي ګوندونو جوړښت د بدلون په حال کې دی. د یکشنبې د ورځي د ټاکنو پایلو سو سیال دیموکراتان او زرغون گوند ډیر خوشحاله کړي دي. په تیرو اوونیو کې پر سختو ټاکنیزو کمپاینونو سربیره بیا هم دغه ګوندونه ونه توانیدل چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو له پاره کافي رايي ترلاسه کړي. د ټاکنو پایلې د هغه څه پرخلاف دي چې دوی یې هیله لرله. اوس نو د یوه ولسي ګوند په توګه د سوسیال دیموکراتانو حیثت له ګواښ سره مخامخ دی. د دې یوه وجه دا ده چې د انګلا میرکل ګوند هغه موضوعات چې د سوسیال دیموکرات ګوند له خوا مطرح کیدل، پخیل پروګرام کې شامل کړل. د دې یوه بل دلیل د سوسیال ګوند په دې کې پاته راتلل وو چې د آلمان ولس ته خپل دريځ روښانه کړي. د چپیانو ګوند د آلمان تر یوالي څه نا څه ۲۵ کاله وروسته په دې وتوانید چې د متحد آلمان دریم لوی ګوند په توګه مطرح شي. دغه ګوند د پخواني ختیځ آلمان یوازینی واکمن ګوند وو. د دغو ټاکنو په ترڅ کې یو بل نوی ګوند هم رابرسره شو چې ځان ته «د آلمان له پاره د بدیل ګوند» نوم ورکوي. دغه ګوند په دې وتوانید چې د یو شمیر احتجاجي رای ورکونکو رایي وګټي.

د راحت له حوزې څخه راوتل

په آلمان کې د قدرت تناست په بنسټیز ډول بدلون موندلی دی. خو پوښتنه دا ده چې د دې وضعیت دلیل څه دی؟ ډیر شمیر ګوندونه په څاصه توګه لیبرال او زرغون ګوندنه له خپل ځان سره بسیا ول. د دغو ګوندونو په بحثونو کې د بېړنیو تشکیلاتي بحثونه او همداراز د مالیاتو د لوړولو په اړه بحثونه شامل ول چې د آلماني رای ورکوونکو له پاره د قناعت وړ بحثونه نه ول. پر دې سربیره ټاکنیزي مبارزې پرته له کوم شور او ځوږ او پرته له شخړه ییزو موضوعاتو پيل شوې. دغو مسایلو د ځینو ګوندو له پاره په ټاکنو کې ناوړه اغیزه لرله او د ګوندونو د سیاسیتوالو تر منځ یې د توپير کرښه نه روښانوله. د هرو درو رای ورکوونکو له ډلې څخه یو یې په دې نه پوهیدی چې خپله رایه کوم ګوند ته ورکړي.

صدراعظمې او همداراز اپوزیسیون دواړو خپل سیاستونه رای ورکوونکو ته د یوه خدمت په توګه عرضه کړل. د یوه سیاسي بحث پر ځای یوازې د سیاسي محصولاتو له پاره تبلیغات پيل شول. دا هغه یو تمایل نه دی چې له آلمان سره جوړ شي. ښکاره معلومیږي چې آلمان د پخوا په پرتله لږ سیاسي څیره لري. معنی دا چې آلمان په ۲۰۱۳ کال کې د راحت په حوزه کې خپلي پښې غځولې وې.

د راتلونکو مهمو پوښتنو له پاره ځواب په کار دی

د آلمان ګاونډي هیوادونه چې له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي، دغه ټاکني د اروپا د برخه لیک ټاکونکې ټاکنې بولي. د آلمان ډیر شمیر ګاونډي هیوادونه په دې فکر کي دي چې که چیري يو ستر ائتلافي حکومت په آلمان کې جوړ شي نو ښايي د مالي کړکیچ د ادارې له پاره یوه معتدله کړنلاره غوره کړي.

خو دغه ټاکنې په عین حال کې د آلمان د راتلونکې په اړه د مهمو مسایلو په اړه پریکړې کوي. آلمان څرنګه د مخ پر ډیریدونکو ډبرکلنو کسانو تقاعد تضمینوي؟ د انرژی بدلون څرنګه تمویلیږي؟ آلمان د سوریې د کړکیچ په اړه څه ډول دریځ غوره کوي؟ آلمان تر کړکیچ وروسته د یوې ستري اروپا له پاره څه ډول سیاسي لید لوری لري؟ د دغو پوښتنو د ځواب له پاره له هغه څه څخه چي آلماني مسوولین یې په ریښتني توګه غوښتونکي ول، زموږ د هیواد سیاسي دنده لویه ده. آلمان چې په اروپا کې تر ټولو لوی او په ټوله نړۍ کې څلورم اقتصادي ځواک دی په حقیقت کې د راحت لاره غوره کړې ده. او له خپل ځان سره لاس او ګریوان دی. خو دغه کار په ډیرې کامیابي سره کوي.

سیاست باید اداره نه شي

دا د سیاست دنده ده چې رای ورکوونکي او هغه کسان چې خپلې رایې یې نه دي کارولي دغو موضوعاتو ته متوجه کړي او هغوی بحث او د نظرونو د تبادلې له پاره راوبلي. دیموکراسي په حقیقت کې تل د یوې روغې جوړې معامله ده. څرنگه چې څرگنده ده دا د بیلابیلو دریځونو او بحثونو پایله ده. زما په نظر سیاست باید سیاست وگرځي. آلمان نه باید سیاست اداره کړي بکلي باید هغه ته شکل ورکړي. دا د نوي حکومت ماموریت دی چې په راتلونکو ورځو کې باید پرې بحث او خبرې وشي.