1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د همجنسبازو د ودونو په هلکه خپل دريځ بدل کړ

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

صدراعظمې انګلا ميرکل همجنسبازانو ته د واده د مساوي حقونو د نه ورکولو خپله تګلاره بدله کړې او غواړي اوس پارلمان په دې هلکه پريکړه وکړي چې آيا همجنسبازان هم د ودونو مساوي حقونو لرلی شي او که نه.

https://p.dw.com/p/2fUPT
Berlin "Brigitte Live" Talk mit Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل مسيحي ديموکرات ګوند، د همجنسبازانو د ودونو د لانجمنې موضوع په اړه د نوي دريځ ټاکلو په حال کې دی. د «بريګيته» په نوم مجلې د يوه محفل په ترڅ کې ميرکل وويل: «زه د داسې يوه بحث هيله لرم چې په هغه کې د وجدان له مخې پریکړه ترسره شي.»

دې زیاته کړه چې په دې ترڅ کې د اکثريت پر بنسټ د ترسره شويو پريکړو غوښتونکې نه ده. دې وويل همجنسه جوړې کولای شي هماغو ارزښتونو ته په ژمنتيا سره ژوند وکړي چې نورمالې يعني د مقتابل جنس لرونکې جوړې يې کوي.

د يکشنبې ورځې په ماښام د مسيحي ديموکرات ګوند په مرکز کې او د دوشنبې په ورځ د دغه ګوند فدرالي کميټې پر دې اوږده بحثونه ترسره کړل چې دغه موضوع سره د آلمان د مسيحي اتحاد په ټاکنیز پروګرام کې څه ډول برخورد بايد وشي. د مسيحي سوسيال ګوند سره چې د مسيحي دیموکرات شريک ګوند بلل کيږي، پر دې توافق شوې چې دا موضوع د شخصي وجدان پر يوه موضوع بدله کړای شي.

د مسيحي اتحاد غړي په دې توګه کولای شي چې په پارلمان کې د تصميم نيولو پر وخت د ګوندي ډلګۍ له فشار څخه په آزاد ډول د همجنسبازانو ودونه ته د مساوي حق په پلوۍ او يا هم په مخالفت رايه وکاروي.

په پارلمان کې د رای اچونې پر وخت د ګوندي جناح د فشار یا مجبوريت څخه آزادي په دې معنا ده چې د همجنسبازانو ودونو ته د مساوي حقونو د ورکولو په پلوۍ به اکثريت رای وکاروله شي.

د ائتلاف جوړول آسانیدل

په پارلمان کې د ګوندي جناح د نظم نه مراعتول به د مسيحي اتحاد او سوسيال ډيموکرات او يا د زرغون او لیبرال ګوند ترمنځ تر پارلماني ټاکنو وروسته د ائتلاف رامنځته کول هم آسان کړي. د همجنسبازانو ودونو ته مساوي حق ورکول به د ائتلاف د رامنځته کولو پر وخت د دغو دريو ګوندونو يو شرط وي. کيڼ اړخه ګوند هم د ټولو له پاره د واده د مساوي حقونو غوښتنه کوي.

ميرکل وويل، دې ته طبعاً معلومه ده چې د مسيحي اتحاد پرته نور ټول ګوندونه د دې موضوع په اړه څه دريځ لري. دې زياته کړه چې دا په دې اړه ډيره انديښمنه ده چې دا يوه ډيره د شخصي نوعيت پوښتنه د ګوندي پريکړو او د دې ډول پاملرنې وړ وګرځي.

دی وويل دا ډيره عجبه خبره ده چې د سوسيال ديموکرات ګوند سره یې په څلور کلنه ائتلافي دوره کې پر دې موضوع خبرې نه دي کړي او اوس ناڅاپي پر دې موضوع خبرې بايد وشي او په اړه یې تصميم ونيول شي.

ميرکل د درناوي غوښتنه وکړه

ميرکل وويل چې دا غواړي مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه پر دې موضوع «بل ډول غبرګون» وښيي. دې زياته کړه چې دا پخپله او د ګوند نور غړي یې پر دې موضوع ډير غور کوي. دې ټينګار وکړ: «زه هيله لرم چې د ټاکنیزو بحثونو پرته دې هم له دې موضوع سره په درناوي چلن وشي.»

ميرکل وويل چې هغو خلکو ته درناوې بايد وشي چې دا موضوع ورته د خپلې عقيدې له کبله  ستونزمنه ده.

ميرکل چې په تيره ټاکنیزه مبارزه کې د همجنسبازو جوړو له خوا د ماشومانو په فرزندۍ اخیستل د ماشومانو د هوساينې په دليل رد کړي ول، په خپله ټاکنیزه حوزه کې یې د يوې «پريکړنده پيښې» کيسه وکړه.

دې وويل چې دا دغلته د يوې همجنسبازې ښځې له خوا د هغې کور ته وبلل شوې وه چې څو دا د دې او د ملګرې په کور کې د دوی له خوا په فرزندۍ له اخيستل شويو اتوو ماشومانو سره وګوري او پر دې وپوهيږي چې دوی څومره ښه ژوند لري. ميرکل وويل کله چې د هيواد د ماشومانو اداره پر يوې جوړې دومره باور کوي او هغوي ته ماشوم سپاري نو بیا دولت نه شي کولای له دې سره مخالفت وکړي او دليلونه ووايي.

د ټولو له پاره د واده مساوي حقوق به د همجنسبازانو د ودونو لارې پرانیزي. تر اوسه په آلمان کې همجنسبازان يوازې د ملګرو په توګه د يوځای ژوند کولو له پاره ثبتيدلای شي او دوی پر نورو سربیره نه شي کولای چې ماشومان په فرزندۍ واخلي.