1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د دريم وار صدراعظمه

مسعود جهش/ الکساندر کای۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

کله چې انگلا میرکل په ۲۰۰۵ کال کې د لومړي ځل له پاره د آلمان د صدراعظمې په توگه وټاکل شوه، داسې پوښتنې موجودې وې چې آیا هغه د دغې دندې د پرمخ بېولو توان لري او که نه هغه وخت ډیرو لږو کسانو فکر کاوه.

https://p.dw.com/p/19m3A
انځور: Reuters

دا هغه څه دی چې تر دوهمې نړیوالې جگرې وروسته په آلمان کې یوازې دوه نور صدراعظمان کونراد ادینور (۱۹۴۹-۱۹۶۳) او هیلموت کول (۱۹۸۲ـ۱۹۹۸) یې په تر سره کولو توانیدلي دي.

په ۲۰۰۵ کال کې د صدراعظمي په توگه د میرکل ټاکل کیدل کوم تصادفي کار نه دی، بلکي هغې لا مخکې خپله وړتیا او اراده ښوولې وه. که څه هم هغه وخت د مسیحي دیموکراتانو د گوند پخواني مشر هیلموت کول په ځینې جنجالونو کې گیر پاته وو، خو میرکل په واضیح ډول له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. تر دې پېښې لږ وروسته میرکل د مسیحي دیموکراتانو یا (CDU) گوند د مشري په توگه وټاکل شوه. میرکل لا وختي د هیلموت کول په کابینه کې د یوې وزیرې په توگه تجربه ترلاسه کړې وه. په ترتیب سره نو میرکل هم د تجربې له لحاظه او هم د سیاسي ارادې له لحاظه د آلمان د صدراعظمې دندې پر مخ بیولو ته چمتو وه.

د اروپا د سیاسي ډگر مهمه څیره

د میرکل د واک ساتلو وړتیا، د هغې تخنیکې او ستراتیژیک مهارتونه او د هغې نورو مهارتونه دغه آلمانۍ سیاستواله پخپله آلمان او اروپا کې په یوې ډیرې مهمې سیاسې څیرې باندې واړه وله.

هغې په اروپا کې د اقتصادي کړکیچ له پیلیدو سره له آلمانیانو سره ژمنه کړې وه چې هیواد به یې له دې کړکیچ څخه کامیاب راووځي. د میرکل دغه ژمنه هم ریښتنې شوه. که څه هم په اروپا کې اقتصادي کړکیچ روان دی، آلمان هر کال اقتصادي وده کوي او د بې کارۍ کچه پکې د وخت په تیریدو سره راکمیږي. میرکل همداراز نوري نړۍ ته هم د یوه قوي هیواد په توگه د آلمان انځور وړاندې کوي. که هغه د G8 هیوادونو غونډه وي او که یا د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو غونډه وي.

د ميرکل د انتخاباتي مبارزې نښان
د ميرکل د انتخاباتي مبارزې نښانانځور: Imago

میرکل د یورو د کړکیچ پر مهال د هغې د ژغور د پالیسي په یوه سمبول باندې بدله شوه. میرکل ټینگار کاوه چې نه یوازې آلمان باید له دغه افتصادي کړکیچه راووځي بلکي ټوله اروپا باید وژغورل شي. هغې د نورو اروپايي هیوادونو د اقتصادي ژغورنې له پاره له هغوی سره مرستې وکړي، خو دغو مرستو ته یې شرطونه هم وټاکل.

د مسیحي دیموکرات گوند (CDU)کې د بدلونونو رامنځ ته کول

میرکل پر خپل گوند باندې هم ډیره اغیزه لري. کله چې هغه په لومړي سر کې قدرت ته ورسیده نو پخپله په مسیحي دیموکرات گوند کې یې ډیر سیالان او رقیبان لرل. خو دغه کسان د وخت په تیریدو سره یا خو له خپل موقفه پر شا شوي دي او یا خو یې هم له میرکل سره له رفابته لاس اخیستی دی. میرکل ټینگار کوي چې په سیاست کې قدرت ته اړتیا شته. په همدې حال کې د میرکل یو شمیر منتقدین په دې اند دي چې د هغې ځینو سیاستونو د مسیحي دیموکرات گوند څیره یو څه ضعیفه کړې ده او هغه یې د سوسیال دیموکراتانو پر لور بیولې ده.

میرکل د کړکیچ پر مهال ښه مشري وکړه

میرکل له څو کلونو راهیسې د آلمانیانو په منځ کې له ښه شهرت څخه برخمنه ده. هغې دغه شهرت په احتیاط سره د پالیسو په جوړولو ترلاسه کړی دی. میرکل وتوانیده چې د کړکیچ پر مهال د خلکو په منځ کې پر اقتصادي ثبات باندې باور رامنځ ته کړي. هغې همداراز په خپل ظاهري انځور سره خلکو ته ډاډ ورکړی دی. د دې کار یوه بېلگه په برلین کې د هغې پر انځور باندې لیکل شوې جمله ده چې وايي: «د آلمان راتلونکې په ښو لاسونو کې ده،»

میرکل په تیرو کلونو کې د خپلو وریښتانو ظاهري حالت ته ډیر لږ بدلون ورکړی دی. پر دې سربیره په نړیوالو او کورنیو کنفرانسونو کې ښايي د هغې د جامو رنگونه بدل شي، خهو میرکل ډیر وخت یو ډول کالي اغوندي.

د میرکل د شخصي ژوند په اړه معلومات

د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د میرکل د شخصي ژوند په اړه هم ډیر معلومات روښانه شول. په وروستي کمپاین کې آن هغه د «آنا» په توگه وښول شوه. میرکل او میړه یې په برلین کې په یوه زوړ کور کې ژوند کوي. د میرکل مور اوس هم ژوندۍ ده. د هغې پلار په ۲۰۱۱ کال کې ومړ.