1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د اوکرايین ارضي تماميت بايد تر پوښتني لاندي را نه سي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري انگيلا ميرکل خپل پارلمان ته په وينا کي وويل چي د اوکرايين د ارضي تماميت مسئله بايد تر پوښتني لاندي را نه سي. هغې دغه خبري له روسيې سره د کريميا د يوځای کېدو په اړه تر ټولپوښتني درې ورځي دمخه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BP19
انځور: Odd Andersen/AFP/Getty Images

د آلمان لومړۍ وزيري د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۳) د خپل هيواد په پارلمان کي وويل چي دغه ډول کړه وړه لکه روسيه چي يې په اوکرايين کي کوي د نړيوالو قوانينو تر پښولاندي کول دي. هغې د پارلمان غړو ته وويل: «د اوکرايين ارضي تماميت بايد تر پوښتني لاندي را نه سي.»

ميرکل دغه راز له کړکېچ سره د مبارزې په برخه کي د يووالي غوښتونکې سوه: «زموږ څخه هيڅوک کولای نه سي چي په يوويشتمه پېړۍ کي يوازي خپلو غوښتنو ته تمرکز وکړي... که موږ دغه شان ژوند وکړو، موږ يوازي او يوازي خپل ځان ته تاوان رسوو.»

ميرکل دغه راز غوښتنه وکړه چي د اوکرايين کړکېچ بايد له ديپلوماتيکو لارو حل سي. هغې وويل دغه جنجال له پوځي لاري د حل لاره نه لري.

ياڅينيوک په واشنگټن کي

ميرکل دغه وينا په واشنگټن کي د اوکرايين د موقت لومړي وزير او اوباما تر ليدني کتني يوه ورځ وروسته وکړه. ياڅينيوک له اوباما سره په ليدنه کتنه کي يو وار بيا پر دې خبره باندي ټينگار وکړ چي هيواد به يې له اورپايي ټولني سره د نژدې کېدو پاليسي تعقيب کړي.

د يکشنبې په ورځ ټولپوښتنه

په پلان کي ده چي د يکشنبې په ورځ به د کريميا نيمه ټاپو اوسيدونکي له روسيې سره د يوځای کېدو په اړه په يوه ټولپوښتنه کي رايي ورکړي. خو لوېديځ بيا دغه ټولپوښتنه غير قانوني بللې ده. اوباما ويلي دي چي روسيه بايد په کريميا نيمه ټاپو کي د ټولپوښتني له ترسره کولو څخه مخ واړوي.

اوکراين ته نژدې د روسې پوځي تمرينونه

د روسيې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چي نزدې ۸۵۰۰ روسي عسکر د اوکراين سرحد ته نزدې په پوځي تمرينونو بوخت دي. په دغو پوځي تمرينونو کي ډير توغندي ويشتونکي او نوري درنې وسلې هم شاملي دي.

د دغه وزارت په ويب پاڼه کي په يوه خپره سوې بيانيه کي دغه خبره تائيد سوې ده چي دغه پوځي تمرينونه په سويلي پوځي سيمه کي پيل سوي خو په دې اړه څه نه دي ويل سوي چي دغه تمرينونه به تر څه وخته پوري دوام وکړي.

دغه پوځي تمرينونه کېدای سي چي په اوکرايين کي د لا ډيرو اندېښنو د را پورته کېدو سبب سي، ځکه کيف او مسکو يو له بل سره د نظر سخت اختلاف لري.