1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د ادغام په برخه کي د لا پرانيستي ټولني غوښتنه کړې

۱۳۹۵ آبان ۲۵, سه‌شنبه

ميرکل د مهاجرو د ادغام له پاره د ټولني د لا پرانيستلو ږغ کړی دئ. هغې په برلين کي د مهاجرو د ادغام تر غونډي وروسته وويل چي د ژبي زده کړه او ارزښتونو مراعاتول هم دومره مهم دي لکه «د ادغام له پاره پرانيستې ټولنه».

https://p.dw.com/p/2Sigw
Deutschland - 9. Integrationsgipfel im Bundeskanzleramt
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د جرمني حکومت او مهاجرينو د اتحادیو او سازمانو تر منځ دغه نهم کنفرانس دا وار په ټولنه کي گډون او مشارکت ته ځانگړی سوی وو.

د جرمني صدراعظمي انگلا میرکل په دغه کنفرانس کي وويل چي د نورو تر څنگ باید د مهاجرو له پاره موجوده جوړښتونه پرانیستل سي، لکه د خپلي خوښي په کارونو او خدماتو کي گډون. خو دا هم ضروري ده چي له مهاجرو سره مستقیم تماس ونیول سي او خبري ورسره وسي. بیا نوطبعأ د گډ کار له پاره ډیره تياري هم رامنځته کیږي.

میرکل په کنفرانس کي همدارنگه وویل، چي باید د پخوانیو وختو د غلطیو او اشتباوو څخه عبرت واخیستل سي. ځکه چي که سم ادغام تر سره نه سي، نو جرمني به په لسیزو ورسره لاس او گریوان وي.

د مهاجرو د ادغام په برخه کي د جرمني حکومت استازي آیدان اوڅوگوڅ، په کنفرانس کي وویل چي د پخوا په ډول ډیر هغه کسان چي د مهاجرت ریښه لري، دا«احساس لري» چی کاملأ په ټولنه پوري تړلي نه دي. خو په جرمني چي هر پنځم وگړی ئې د مهاجرت ريښه لري، د ټولنیز اتحاد له پاره دا ډیره مهمه ده چي ټوله په ټولنه کي مساوي چانس ولري.

د هغې په خبره د پخوا په ډول اوس هم اکثرأ د یوه چا اصلیت د هغه د تحصیلي بریالیتوبونو سبب گرزي: «د تحصیلي امکاناتو او یا کار پیداکولو پر وخت د عین لیاقت او کفایت په درلودلو سره کیدای سي د یوچا اصلیت ورته تاوان ورسوي.»

د مهاجرو تر ۵۰ اضافه سازمانو د کنفرانس تر دایریدو دمخه لا د نورو تر څنگ ددې غوښتنه کړې وه چي په اساسي قانون کي دي په ټولنه کي د مهاجرو د مساوي حق درلودلو یوه ماده اضافه سي او د دولتي هدف په توگه دي تعقیب سي.

یوې ترکۍ اتحادیې له سیاستوالو څخه وغوښتل چي د راسیزم او تبعیض په مقابل کي دي په اصطلاح ټينگ گامونه واخيستل سي. د دغي اتحادیې مشر «گوی کای سوفو غلو» یوې المانۍ راډیو ته وویل چي «راسیزم او تبعیض همیشه په ښکاره ډول سره خپل ځان ښکاره کوي، خو هغه څوک چي تبعيض نه لري ورځ په ورځ چوپ پاتيږي.»

د جرمني د راسیزم ضد ادارې آمري کریستینا لودرس هم د تبعیض اوتعصب پرضد د لا ډیري مبارزې غوښتنه وکړه.

نور مطالب: