1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل دجرمني دمکتبو دمجهز کولوغوښتنه وکړه

۱۳۸۷ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د جرمني د ايالتي حکومتو څخه د ښووني او روزنی په برخه کي د ډيري سرمايه ګزارۍ غوښتنه وکړه ...

https://p.dw.com/p/F2Mh
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکلانځور: AP
دې د بيلډ د ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل ، چه دا چه په مکتبو کي د متعلمينوتعداد ورځ په ورځ کميږي ، نو بايدايالتونه د هغه څخه استفاده وکي ،اواضافه پيسې دمکتبونو په مجهز کولوکښي پکار واچوي . مثلأ نن ورځ تر تباشيرو يا تختې کمپيټران ګران دی،خو هغه نن ورځ په مکتبو کي يو ضرورت دی . د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل نن د فرانکفورت څخه په ټول جرمني کي د ښووني او روزنی د سفر په نامه حرکت وکۍ،او غواړي چه وړکتونونه ، مکتبونه او پوهنتونونه د نژدې څخه وګوري . دې همدارنګه د ښووني او روزنی په برخه کي د ايالتو او مرکزي حکومت تر منځ د ښه ګډ کار غوښتنه هم وکړه . د سوسيال دموکراټ ګون بيا ميرکل ته خبرداری ورکی ، چه دغه ډول يو سفر نبايد د خپل ګوند په ګټه ، او يو تبليغاتی جنبه ولري ، بلکه بايد مرکزي حکومت د خپلو صلاحيتو په چوکاټ کښي د ښووني او روزنی د نور هم ښه کولو په برخه کي ډير فعاليت وکي .