1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: تير کال، د ژورو بدلونونو کال وو

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل د نوي کال په وينا کي د تير کال سترو بدلونونو، لکه په افريقا او منځني ختيځ کي د خلکو پاڅون، په جاپان کي سمندري توپان او اوو ميليارډوته د نړۍ د نفوسو د شمېر رسېدلو ته اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/13cY8
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل

ميرکل وويل ۲۰۱۱ کال له دغه ډول ستونزو سره مل وو.«له دغه ډول ستونزو څخه زده کېدلای سي چي د روښانه او سوکاله راتلونکي له پاره ژور فکر وشي.»

هغې په خاصه توګه د نړۍ مالي کړکېچ د خپل هيواد او اروپايي اتحاديي له پاره يو ستر چلينج و گاڼه، دغه چلينج د يورو پولي سيستم له ګواښ سره مخامخ کړی دئ.

خو هغې، خپلو خلکو ته وعده ورکړه، چي پر دې کړکېچ د لاس برتوب له پاره به له هيڅ راز هڅه و نه سپموي:

«تاسي ډاډه اوسئ چي زه به په خپل ټول توان سره زيار وباسم، چي يورو پياوړې پاته شي. خو دې هدف ته د رسېدو له پاره بايد اروپا د تيرو وختونو له اشتباهاتو څخه څه زده کړه وکړي. يو واحد پولي سيسټم هغه وخت برياليتوب ته رسېدلای شي، چي په اروپا کي له يو بل سره نوره زياته همکاري ولرو.»

ميرکل په خپله وينا کي د آلمان د ولسمشر کريستيان وولف، په څير پخپل هيواد کي د ښی اړخوو افراطيونو د تيرو لسيزو «پټو تروريستي او انسان وژونکو» فعاليتونو ته چي په نتيجه کي ئې لس تنه قصدا ووژل سول هم اشاره وکړه.

د نويو نازيانو دغه فعاليتونه په تير مني کي بربڼډ شول. ميرکل وويل، چي هغه ژمنه کوي چي ددې پيښو عاملين به هر چيري چي وي پيدا کوي او عدالت ته به ئې راکشوي.

هغې ددغو پيښو د قربانيانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه: «موږ پوهيږو چي د هغوی د خپلوانو درد نه سو دوا کولای. خو هغوی او موږ په ګډه له مسئولو چارواکو څخه غواړو چي د دې پيښو عاملين، برخه اخيستونکي او د هغوی مرستندويان ټول محکمې ته راکش سي.»

هغي وويل چي د آلمان ټولنه د ښی اړخو افراطيونو له داسي غير انساني عملونو څخه کرکه لري:«دا زموږ دنده ده چي د خپلي آزادي او آزادۍ خوښوونکي ټولني د ارزښتونو دفاع په کلکه او په گډه سره وکړو. دا د سياست او زموږ ټولو تلپاته دنده ده.»

مېرمن مېرکل په نوی ميلادي کال کي، د آلمانانو له پاره د يوې ډاډمني راتلونکي په موخه د زيارونو د دوام غوښتنه وکړه.

آژانسونه/عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب