1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميدويدف او پوتين کرار کرار ميدان ته سره راوزي

۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبه

تر اوسه پوري د روسيې د ولسمشر ديمتري ميدويديف او صدراعظم ولادمير پوتين تر منځ دقدرت پر سر مبارزه په ډير احتياط سره روانه وه.

https://p.dw.com/p/RGog
د روسيې صدراعظم ولادمير پوتين او جمهوررئيس ديميتري ميدويدف.
د روسيې صدراعظم ولادمير پوتين او جمهوررئيس ديميتري ميدويدف.انځور: AP

خو داسي ښکاري چي اوس ورو ورو د صحنې ډګر ته سره راوزي. د دغو دوو ځواکمنو سياستوالو ترمنځ پر يو لړي کورني او نړيوالو مسايلو کي اختلاف پيدا سوي.

د پوتين پلويان غواړي چي د روسيې د Skype رسنيي چي د Online له لاري خپريږي او دغه راز د G-Mail نومي رسنۍ خپروني وتړي او يا لږ تر لږه هغه محدودي کړي. خو د ميدويديف کسان ددې مخالفت کوي.

«د روسيې کورنۍ استخبارتي اداره FSB دغه نوي رسنۍ د خپل هيواد د امنيت لپاره يو خطر ګڼي.» دا خبره د نوموړي استخباراتي ادارې د اطلاعاتو د ساتني د مرکز رئيس وکړه.

د دغه نظر له څرګندولو څخه لږ څه وروسته د ولسمشر ميدويديف پلويانو دريځ ونيو او ويې ويل چي، دا يو« شخصي نظر» دی. د هغوئ په ځواب کي بيرته د پوتين وياند وويل چي نه دا«شخصي نظر» نه، بلکي د کورنۍ استخباراتي ادارې FSB رسمي دريځ دی.

په روسيه کي د دولت د دوو ځواکمنو مقاماتو ترمنځ په ښکاره توګه پر استخباراتي مسايلو باندي خبري کول غيرعادي ښکاري. خو يو څه له دي «اختلاف نظر» څخه څرګنديږي چي د پوتين او ميدوديف ترمنځ د پردې تر شا د قدرت پر سر مبارزه تنده سوې ده.

پوتين د استخباراتي ادارې څخه سر را پورته کړی. د روسيې د پخواني او مړه سوي ولسمشر، بوريس يلڅين د واکمنۍ په وخت کي پوتين د FSB رئيس ؤ.

ديمتري ميدوديف د روسيې د نوي نسل سړی دی.هغه ډير ليوال دی چي په انترنت کي چت وکړي او له نورو سره خپل نظر شريک کړي.

د هغه د بشري حقونو د چارو مسوول، ميخايل فيدوتوف د نويو رسنيو په هکله د ولسمشر دريځ داسي څرګند کړ: « ددې لپاره چيSkype يا داسي نور انترنتي رسنۍ سړی کنترول کړي، بايد يو اړوند قانون ولرو او هغه بايد تصويب سي. اوس داسي يو قانون نه لرو چي موږ انترنتي خدمات بند کړو.»

فيدوتوف زياته کړه چي د انترنتي تخنيک په هکله د روسيې سياست د استخباراتي ادارو له خوا نه ټاکل کيږي. هغه وويل:« کله چي زموږ استخباراتي ادارې ددې توان نه لري چي خپلي دندي په سمه توګه سرته ورسوي، آيا حتماً بايد موږ انترنت، فيس بوک او تويتر وتړو؟ نه نه دا د حل لاره نه ده.»

هغه وويل د کورني استخباراتو FSB دنده دا ده چي، د محدودولو د اقداماتو پر ځای دي د اطلاعاتوامنيت خوندي وساتي.

د ميدوديف د پلويانو دغه ډول نظريات د هغه څه سره ټکر کوي چي پوتين او پلويان يي غواړي.

نه يوازي د ليبيا د شخړي پر سر د روسيې د ولسمشر او صدارعظم تر منځ د نظر اختلاف رامنځ ته سو، بلکي ددې هيواد په سياست کي ډيري نوري برخي هم دي چي، هغوئ د يو بل په مقابل کي دريدلي دي.

څه موده مخکي ميدوديف غوښتنه وکړه چي، د روسيې د سترو شرکتونو د څارني له شوراګانو څخه د پوتين پلوي چارواکي رخصت کړای سي.

دا او دغسي نور موضوعات پر دې شهادت ورکوي چي ميدوديف ته چي د پوتين په ملاتړ ولسمشرۍ ته ورسيد، نور د هغه تر سيوري لاندي سياسي ژوند ګران ښکاري او غواړي چي د ولسمشري په راتلونکو ټاکنو کي خپل دريځ پياوړی کړي.

که څه هم نظر پوښتني ښيي چي په سلو کي 38 روسان ميدويدف او په سلو کي 43 ولادمير پوتين د خپل راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکي.

هيرمن/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل