1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن:د ويټنام د جګړې تجربه بايد تکرار نه سي

۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبه

په عراق او افغانستان کي څو کلني جګړې امريکايي عسکر د روحي لحاظه سخت اغيزمن کړي دي او د امريکا متحده ايالت ښايي ډير کلونه د هغو له ناوړه اغيزو سره لاس او ګريوان وي.

https://p.dw.com/p/PqqX
د امريکا لوی درستيز مارک مولن
د امريکا لوی درستيز مارک مولنانځور: AP

د متحده ايالاتو لوي درستيز، امير البحر مايک مولن ويلي دي چي د افغانستان او عراق په جگړو کي د ځاني او روحي ټپي سوو امريکايي عسکرو شمېر ورځ تر بلي ډيرېږي.

هغه وويل: متحده ايالات « همدا اوس د نوموړو جګړو د اغيزو نښي نښاني په خپلو سترګو ويني» او دا د پوځ لپاره چي له عراق څخه يي خپل سرتيري وايستل او د افغانستان څخه يي د ايستلو پلان لري په راتلونکي کي يوه ډير ستره ننګونه ده چي د جګړو د ناوړو اغيزو مقابله څنگه وکړي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز دغه يادوني پرون د خپل هيواد د پوځ ټولني ته وکړي. دغه ټولنه د امريکايي سرتيرو د حقوقو ساتنه کوي.

اميرالبحر مايک مولن وويل:« له جګړو څخه ډيرسرتيري بيرته ستانه سوي دي او ستانه کيږي، خو د هغوی د ډيرو دپاره جګړه پای ته نه ده رسېدلې. دغو جګړو پر هغوی روحي اغيزي کړي، په حقيقت مي د هغوی لپاره جګړه نوې پيليږي.»

د متحده ايالاتو لوی درستيز زياته کړه:« سرتيري له جسمي او روحي لحاظه ژوبل سوي دي. هغوی په روحي ناروغۍ اخته دي، د هغوی کورنۍ تاواني سوي دي، له ويري سره مخامخ دي. کلونه ښايي وخت ونيسي چي هغوی له دغه ناروغۍ څخه وژغورل سي.»

مولن وويل د سرتيرو په منځ کي د ځان وژنو د پيښو د زياتيدو سره پوځ مجبوره دی چي د هغوی د درملني لپاره لاري چاري ولټوي، د هغوی سره مرسته وکړي او په غيږ کي يې ونيسي.

د امريکايي سرتيرو ټولني ته په وينا کي مايک مولن يادونه وکړه، د متحده ايالاتو پوځ دنده لري چي خپل سرتيري له روحي لحاظه هغسي پياوړي کړي لکه د جګړې لپاره چي يې روزي.

په اوسني وخت کي د متحده ايالاتو اقتصادي وضعيت ورځ تربلي د کمزوري په لور روان دی او د بيکارانو شمير په زياتيدو دی.

لوی درستيز مولن، د هيواد پر صنعتي سکتورنو ږغ کړی چي د جګړې څخه بيرته ستانه سوي سرتيري چي له روحي لحاظه ژوبل سوي دي، په کارونو بوخت کړي.هغه وويل:« هيواد دا نه سي زغملای چي د ويتنام د جګړي تجربه تکرار کړي».

مولن وويل: « د جګړو څخه د ډيرو بيرته ستانه سو سرتيرو لپاره همدا اوس سخته ده چي د پوځي خدمت څخه له رخصتيدو وروسته، بيرته ملکي ژوند پيل کړي.»

هغه وويل تر ۹ کلني جګړي وروسته د متحده ايالاتو د پوځ راتلونکې په دې پوري تړلې ده چي څنگه کولای سي پوځي استعداونه خوندي وساتي.»، که څه ډيره سخته ده چي هغه سرتيري چي د جګړې ناخوالي ليدلي دي، په پوځ کي دي پاته سي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز وويل چي، په عراق او افغانستان کي د ياغيانو پر ضد جګړو کي اردو په پوځي سنتي مهارتونو کي نيمګړتياوي وکړي، په راتلونکي کي وسلوال ځواکونه مجبوره دي چي خپل سرتيري د متعارفو جګړو له مهارتونو سره وروزي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل