1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولانا فضل الرحمن د دوهم ځانمرگي بريد څخه هم روغ رمټ وتلی

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

په پاکستان کي د پنجشنبې په ورځ په يو ځانمرګي بريد کي ۱۳ تنه وژل شوي چي موخه يي د جميعت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او دده پلويان په نښه کول وو. دا پر ده په تيرو دوو ورځو کي دوهم ځانمر ګی بريد دی.

https://p.dw.com/p/REIk
مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمنانځور: Abdul Sabooh

دغه چاودنه د مولان فضل الرحمن د موټرو پر قطار په چارسده کي تر سره سوې. د پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.

يو جګپوړي دولتي چارواکي اجمل خان اي ايف پي ته وويل « چي په دغه ځانمرګي بريد کي لږ تر لږه د ۴ پوليسو په شمول ۱۳ تنه شهيدان سوي او تر ۴۲ ډير ټپيان دي.»

هغه زياته کړه « بريد کوونکي پياده روان وو ، کله چي د مولان فضل الرحمن قطار تيريده هغه سړک ته را ټوپ کړه او ځان يې د پوليس د موټر مخ ته والوزاوه.

د پوليس مشر نثار خان مروت اي ايف پي ته وويل چي په پيښه کي مولانا ته کوم زيان نه دی رسيدلي، هغه زياته کړه مولانا فضل الرحمن په يوه سياسي غونډه کي د ګډون لپاره روان وو.

د جميعت علما اسلام د ګوند وياند اصف اقبال داودزي پيښه تايد کړې او ويلي چي د فضل الرحمن په شمول نورو سياسي رهبرانو ته کوم زيان نه دی رسيدلي، خو دوه ساتونکي چي د موټر سره يو ځايي روان وو په دي پيښه کي زخميان شوي.

د اي ايف پي خبريال د پيښي ځاي څخه په خپل راپور کي ويلي په پيښه کي ۷ دوکانونه او ۳ موټري له منځه تللي او په ديوالونو د ويني نښي نښاني ليدل کيږي.

يو دوکاندار شوکت خان ويلي « زه په خپل دوکان کي ناست ووم چي يو کڼوونکي چاودنه مي تر غوږو شوه، ما د سړک پر سر د اوور يو توپ وليد چي بيا وروسته ټوله منطقه لوګو وپوښله. زه زخمي شوی نه يم خو غوږونه مي درانه شوي.»

دا پر مولانا فضل الرحمن په تيرو دوو ورځوکي دوهم ځانمرګي بريد دي. پر هغه د چهارشنبي په ورځ د خيبر پښتونخوا په صوابي سيمه کي هم يو بريد ترسره سوی وو چي پکښي ۱۰ تنه مړه او تر ۲۰ ډير ټپيان سوي دي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل