1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولانا «اف ام» پاکستان سره د نوې جګړې ګواښ کړی

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

د پاکستاني طالبانو مشر، مولانا فضل الله، افغانستان څخه د بیرته ستنیدو او په سوات کې د نوې جګړې کواښ ورکړی دی. د هغه ویاند ویلې چې پاکستان متحده ایالاتو ته په نږدې کیدو سره خپلې د سولې وعدې هیروي

https://p.dw.com/p/12wZS
ملا اف ام د خپلي راډیو له لاری خپلې نظریې تبلغولې
ملا اف ام د خپلي راډیو له لاری خپلې نظریې تبلغولېانځور: AP

دا پداسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره، هیلرې کلنټن، د پاکستان په سفر بوخته ده او د پاکستان څخه یې د ترهګرې د له منځه وړلو لپاره د کوټلي ګامونه د اوچتولو غوښتنه کړې.

د مولانا فضل الله دا خبرې د رویټرز خبري اژانس له لوري د تحریري سوال او ځواب په بڼه کې مخې ته راغلي. هغه د سخت دریځو سره د سولې د خبرو اترو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې.

د هغه له لوري دا خبرې په داسې وخت کې کیږي چې هیلري کلنټن د سیمې په سفر بوخته ده او په دې ترڅ کې نن « جمعه د ۲۰۱۱کال د اکتوبر ۲۱» پاکستان ته رسیدلي. هغې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري، حنا رباني کهر، سره تر لیدو وروسته یوځای خبریالانو ته وویل چې پاکستان باید د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

مولانا فضل الله تر دې د مخه د پاکستان په سوات کې د طالبانو مشري پر غاړه لرله او د «اف ام ملا» په نامه هم مشهور وو. ده ته ځکه دغه لقب ورکړل شوی وو چې د خپلې «اف ام رادیو» له لارې به یې وخت ناوخته بیانیې ورکولې.

د پاکستان د پوځ د ویاند، اطهرعباس، په وینا د سوات په سیمه کې تر ماتې وروسته هغه افغانستان ته اوښتی او هلته په دې توانیدلې چې ځان بیرته منظم کړي. اټکل کیږی چې هغه د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې چیرې پټ دی.

د فضل الله نږدي مشاور، سراج الدین احمد، رویټرز سره په خبرو کې د فضل الله دریځ ښکاره کړی. هغه ویلي دي:

«مونږ قربانۍ ورکړې، د شریعت لپاره مو خپل کورونه او کلي پریښودل او اوس به مونږ د ټول هیواد په کچه د شریعت د نافذلو لپاره هلې ځلې کوو.»

سراج الدین د فضل الله له خولې وړاندې زیاتوي:

«د امریکا د متحده ایالاتو سره د اړیکو تر خرابیدو وروسته پاکستاني چارواکي د ځینو خلکو په واسطه له مونږ سره اړیکي نیسي، او په هیواد کې د سولې د راوستو له پاره غوښتنه کوي. خو کله چې یې د امریکا سره اړیکي سمې شي، نو خپلې وعدي بیا هیرې کړي.»

څو ورځې وړاندې د پاکستان دولت دا شکایت کړې ووچي د اسلام آباد له لوري پر څو ځلي غوښتنو سربيره هم افغان او ناټو ځواکونه د پاکستاني طالبانو د يو مشر پر ضد په ګام پورته کولو کي پاتي راغلي دي.

پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغې د سوات په سیمه کې په زرګونو سرتیرې ځای پر ځای کړل چې طالبانو څخه د دغې سیمې د پاکولو ادعا یې وکړه خو څیړونکي په دې آند دې چې دولت باید داسې هر اړخیزه ستراتیژي غوره کړي تر څو د اوسنی زورپالنې عوامل له منځه یوسي. دغه څیړونکي بیکاري او په تعلیم کې نیمګړتیاوي د زورپالنې د عواملو د بیلګې په توکه یادوي.

رویترز/ سید ریاض

کتونکی: مسعود جهش