1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو د بیړنیو مرستو له پاره آپلیکيشن

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

اروپا کې ميشتو مهاجرو له پاره د گرځنده تلیفون یا موبايل یو ځانګړی آپليکش جوړ شوی دی. د دغه اپ په مرسته مهاجر کولای شي چې د مختلفو مسائلو په اړه په ډیره سادګۍ سره معلومات ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2hoXf
Symbolbild App für Geflüchtete "RefuShe"
انځور: picture alliance/AP Images/V. Ghirda

د مهاجرو مرستندويه اپ (Refugee Aid App) په نوم دغه ځانګړي اپ کې ټول هغه معلومات ځای پرځای شوي دي چې له مهاجرو سره تړاو لري. اروپا کې ميشت مهاجر کولای شي د دغې ډيجيتل اپ په مرسته په خپله سيمه کې نږدې روغتيايي مرکز، مشورتي وکيل، د کور موندلو او نورو مهمو مسائلو اړونده معلومات تر لاسه او اړيکې ونيسي.

د دغه اپ جوړونکی «شيلي تيلر» وايي چې د «ريفيوجي ايد اپ» په جوړولو کې يې له ډير زيار څخه کار اخيستی تر څو يې کاروونکي وکولای شي په ډيرې سادګۍ او چټکتيا سره خپل د اړتيا وړ معلومات ترلاسه کړي.

د «تريلایز» (Trellyz)  کمپنۍ مشر ټيلر وايي چې د هغه له پاره هم د مهاجرت کړکيچ د ډیرو نورو کسانو په څير د خفګان سبب شوی دی، نو له همدې امله له هغو کسانو سره مرسته کول غواړي چې د جګړه ځپلو سيمو څخه اروپا ته کډه شوي دي.

هغه زياتوي چې اروپا ته راغلي مهاجر په اروپا کې د شته آسانتیاوو په اړه بشپړ معلومات نه لري، خو دغه اپ کولای شي له دوی سره په دې برخه کې ښه مرسته او لارښووني وړاندې وکړي.

ټيلر دغه اپ په دوو ورځو کې تيار کړی دی چې دمګړۍ د نړۍ ۴۰۰ څخه زياتو سازمانونو سره نښلول شوی دی.

بې پولې ډاکتران، د ماشومانو د ملاتړ سازمان، کاريتاس، سور صليب، د مهاجرت نړيواله اداره، او اې آي سي آر په څیر نړيوالې ادارې هم له دغه اپ سره نښلول شوي دي او دغه سازمانونه هم د دغه اپ له لارې مهاجرو سره خپل معلومات شريکوي.

د سمارټ فون يا ځيرک تلفونونو له پاره جوړ شوی دغه اپ په ۱۴ هيوادونو کې د کارونې وړ دی. په دغو هيوادونو کې د امريکا متحده ايالات،  آيرلند، بریتانيا، بلجيم، کروشيا، مالتا، هنګري، بلغاريا، فرانسه، سلوانيا، يونان، جرمني او ترکيه شامل دي.

په «ريفيوجي ايد اپ» کې د مختلفو مرستندويه سازمانونو د فعاليتونو په اړه مفصل معلومات موجود دي چې هره ورځ تازه کيږي.

له مهاجرو سره کوم هیوادونه زیاتې مرستې کوي؟ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: