1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د ایډز په اړه د پوهاوي پروګرام

۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبه

«بې له کاندوم څخه جنسي اړیکي مه ساتئ»؛ دا مهاجرو ته د مهاجرو روزنیز پروګرام دی. د دویچه ویله خبریاله استرید پرانګ، د زیرندورف په ښار کې د مهاجرو څنګ ته ورغلې، تر څو وویني چې دوی د «ایډز» (HIV) په هکله څرنګ بحث کوي.

https://p.dw.com/p/2uhwX
Deutschland HIV-Aufklärung für Flüchtlinge
انځور: DW/Aasim Saleem

په مرکزي فرانکونیا کې د مشوره ورکونې مرکز مشره نیکول زیویتسا، وایې چې ټول خلک فکر کوي چې تاسې نه شئ کولی له مهاجرو سره د جنسي اړیکو یا سکس په هکله خبرې وکړئ، خو داسې نه ده.

میرمن ریویتسا له ۱۷ کلونو راهیسې د آلمان په نورمبرګ ښار کې خلکو ته د ایډز په هکله مشورې ورکوي. په تیرو درو کلونو کې هغې د مهاجرو په کمپونو کې مهاجرو ته هم مشورې ورکړي دي.

هغه په میاشت کې یو وار د نورمبرګ په زیرندورف ښار کې د مهاجرو لومړنیو مرکزونو ته ورځي. د ایډز د مرکزونو ژباړونکي او زیویتسا، په مستقیم ډول له مهاجرو سره تماس نیسي او هغوي قهوه خانې ته رابلي.

پهHIV یا ایډز له اخته کیدو څخه د مخنیوي په هکله پوهاوی، د ښوونځیو او کلتوري مرکزونو څخه په جلا ډول وړاندي کیږي. دغه میرمنه پروجکتور یا پلاستکي جنسي الی هم له ځان سره نه راوړي چې د ښوونکي په شکل چاته درس ورکړي. بلکې مهاجر په خپله په خپلو منځونو کې د جنسي اړیکو په هکله خبري کوي او ژباړونکي چې یا پخواني مهاجر او یا هم اوس تازه مهاجر دي، د دوی خبرې همغږې کوي.

"هر څه ماته نوي ول"

مصطفی محمد یو له دغو مهاجرو څخه دی. مصطفی چې ۲۹ کلن دی، دوه نیم کاله مخکې له سوریې څخه آلمان ته مهاجر شوی دی او نږدې دوې میاشتې په زیرندورف کې وو. هغه چې د مهاجر په توګه منل شوی دی، د زیرندورف په کمپ کې له خپلو نورو ملګرو سره د «ایډز» او نورو مسائلو په هکله خبرې کوي.

هغه وایې: «کله چې زه آلمان ته ورسیدم د ایډز په هکله می آګاهي ترلاسه کړه. هر څه ماته نوي ول. زه پوهیدم چې ایډز د بدن د مدافع سیستم کمزورې کیدو اړوند یوه ناورغي ده، خو په دې نه پوهیدم چې سړی څرنګه د دې په لامل ویروس ایچ. ای. وي اخته کیږي.»

دری نور سوریایې مهاجر له مصطفی سره یوځای د میز شاوخوا ته کښیني. کله چې هغه د دغې وژونکي ناورغۍ په هکله معلوماتي پاڼې، کاندومونه او خندونکي کارتونونه راباسي یو له دغو کسانو څخه له خپل ځای څخه پاڅيږي، خپل سر خوروي او بی له دې چې څه ووایې له قهوه خانې څخه وزي.
 

Deutschland HIV-Aufklärung für Flüchtlinge
انځور: DW/Aasim Saleem

ایډز؛ په منځني ختیځ کې یوه نا آشنا موضوع

دوه تنه نور له مصطفی سره پاتيږي. مصطفی وایې: «کله کله ډیر ستونزمن وي چې سوریایې مهاجرو ته قناعت ورکړل شي چې د  "ایچ. آی. وی"  په هکله زده کړه مهمه ده.» هغه زیاتوي: «د بیلګې په توګه اوس ما یوازې همدومره وویل چې زه د ایډز د مشوره ورکونې له مرکز څخه یم، هغه سړي هیڅ ونه غوښتل چې خبرې وکړې او ولاړ».

یو له دغو کسانو څخه چې په دې ځای کې حضور لري محمد عابد دی چې له مصطفی سره هم نظره دی. هغه وایې: «ډير خلک فکر کوي چې ایډز په منځنۍ آسیا کې نه شته، ځکه بې له واده د جنسي اړیکو د ساتلو اجازه نه شته. خو دا خبره سمه نه ده. جنسي اړیکي شته، خو ټول پټ دي.»

په عین وخت کې ژباړونکی احمد امیني یو څو کاندومونه له خپل بکس څخه را باسي او د میز پر سر یې ږدې. ټول خاندي. وروسته له څو دقیقو څخه هر یو څو کاندومه اخلي. احمد لا زیات کاندومونه پر میز ږدي.

يوولس تنه ایراني مهاجر له احمد اميني سره د یوه میز شاوخوا ته ناست دي او بحث کوي. یو مهاجر میلاد سلامت، واېې: «په ایران کې هم پر "ایچ. آی. وی"  اخته کسان شته، خو دې موضوع ته ډیره توجه نه کیږي. زموږ له پاره دا یو کلتوري شوک نه دی، زموږ خوښیږي چې د واقعیتونو په هکله خبرې وکړو».

کله چې احمد اميني په ایډز د اخته کسانو د درملنې د مختلفو میتودونو په اړه خبرې کوي، د لنډې مودې له پاره ټول چپ وي. سلامت وایې: «موږ د دې ناروغۍ د درملو په هکله هیڅ معلومات نه درلود.»

"ایچ. آی. وی"  د مهاجرت د یوه لامل په توګه

خو یو شمیر نورو مهاجرو د دغې درملنې په اړه اوریدلي دي، له همدې امله یو شمیر د خپل ځان د درملنې په خاطر آلمان ته تښتیدلي دي. زیویتسا، دا خبره تائيدوي او وایې: «یو شمیر مهاجر له پخوا نه پوهیدل چې د "ایچ. آی. وی"  په وایروس اخته دي، خو د دوی په هیوادونو کې درملنې ته یې لاسرسې نه درلود».

بایرن د آلمان یوازنی ایالت دی چې مهاجر ورته له رسیدو سره سم معاینه کیږي چې "ایچ. آی. وی" خو به نه لري. دغه آزموینه د یو شمیر هغو کسانو له پاره جنجالي وي چې په دې ویروس اخته دي، خو بل لور ته دا یو ښه چانس دی چې دوی د درملنې امکاناتو ته لاسرسۍ پیدا کوي.

خو سره له دې د روغتیایې آزموینو په اړه د څیړنو ارقام ښیې چې د ډیرو تازه راغلو مهاجرو پر راتګ سربیره په "ایچ. آی. وی" د اخته کسانو شمیر نه دی زیات شوی.

په ۲۰۱۴م کال کې په "ایچ. آی. وی" د اخته کسانو شمیر ۹۳ وو. دا شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۱ ته ورسید، خو په ۲۰۱۶م کال کې يې شمیر ۸۴ کسانو ته ورسید. په دې پرتلني سره، په ټول هیواد کې د اخته کسانو شمیر، له کلونو راهیسې د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې باقي پاته دی.