1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرو ته دي په آلمان کي د پاتېدو اجازه ورکړل شي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

په آلمان کې ځيني سوداګرو او شرکتونه د دې هیواد د مهاجرت په نظام کې د اصلاحاتو په هڅه کې دي. په آلمان کې د بشري قوې د کمښت پوره کولو له پاره، هغه مهاجر چې زده کړي کوي د پاتېدو پر اجازې سربیره ملاتړ ته هم اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/2xQvh
Deutschland - Asylantenheim - Migration
انځور: picture alliance/dpa/U. Anspach

آلمان په دې وروستیو کې د بشري قوې له خورا ډیر کمښت سره مخامخ دی. په داسې یو وضعیت کې ډېر کوچني او اوسط شرکتونه مهاجر او پناه غوښتونکي په کارونو ګوماري. اوس د یادو شرکتونو د یو شمیر کارګرو د کار د اجازو وخت پای ته رسیدلی او له دې امله دغه شرکتونو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د آلمان د بشري قوې د فدرالې ادارې په حواله اوسمهال په آلمان کې ۱،۲ میلیونه داسې کارځایونه موجود دي چې ورته کارګر اصلا نه شته. په دې هکله اینګلمایر وايي چې د مهاجرت سابقې لرونکو کارګرو ته باید کاري خوندیتوب هم ورکړل شي.

له دې راز ستونزو سره مخامخ د آلمان یو شمیر کاروباري شخصیتونو اوس پر حکومت فشار راوړی چې د مهاجرت په نظام کې دې اصلاحات رامنځ ته کړي. د «Geduldete» په کتګوري کې د راغلو مهاجرو په هکله وروستی پریکړه د آلمان ایالتي حکومتونه کوي. بیا چې د دې هیواد ایالتونه هره پریکړه وکړي، هغه عملي کیږي. خو سربیره پر دې بیا هم په دې پریکړو کې نظم نه ترسترګو کیږي او د سوداګرو مشران اوس په دې هڅه کې دي چې د دې څه له پاره یو ځانګړی نظام جوړ او اصلاحات پکې راولي.

په دې لړۍ کې مهم دا هم دي چې د دوی پر هڅو حکومت او سیاسي کړۍ هم خپل اغیز لري.

د تیر کال په پارلماني ټاکنو کې د کيڼ اړخو د یوه ګوند ډیر محبوبیت د دې سبب شوی چې محافظه کاران او د انګلا میرکل په مشرۍ ګوندونه د مهاجرت په سیاست کې د نرمښت په هکله حتی فکر هم و نه کړي.

په دې برخه کې څو اړخیزه هڅې روانې دي چې له امله به یې ښايي آلمان ته په تیر وخت کې د راغلو مهاجرو له پاره څه نا څه نرمښت په نظر کې ونیول شي او د تازه راغلو مهاجرو له پاره به بیا ډیر سخت قوانین عملي شي.

د آلمان په بایرن ایالت کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مشر ایبر هارډ ساسي ویلي دي چې په آلمان کې هغه مهاجر چې زده کړې کوي، یا یې زده کړې کړې وي او یا هم تر روزنې لاندې وي، بايد په دې هيواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړل شي.

زموږ له ارشيف څخه: