1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منگل: امنيتي مسووليت ته پوره چمتووالی لرو

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

کورنيوامنيتي ځواکونو ته د امنيت د ليږد په لړکي د هلمند ولايت والي ګلاب منګل وايي چي پوره چمتو والي يي نيولی دی. د هلمند مرکز لښکرگاه هم د امنيتي مسوليت د سپارلو پروسي په لومړي لړکي شامل دی.

https://p.dw.com/p/11fuj
د هلمند والي گلاب منگل
د هلمند والي گلاب منگلانځور: Karlos Zurutuza

د هغه ولايت والي د دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي دغه پروسه به په لومړی سرکي په مرکز او وروسته به ولسواليوته و غځول سي.

« له دې پلوه په خپلو کورنيو امنيتي ځواکونو پوره باور لرو او په دې لړکي به هيڅ ستونزي وجود ونه لري – زموږهلي ځلي دادي چي، ډير ژرامنيتي مسوليت کورنيوځواکونوته وسپارو.»

د والي گلاب منگل په خبره په دې لړکي زموږ سره د ولس همکاري سته دي قومي مشران ځوانان واړه او زاړه زموږ ترشا ولاړ دي. زموږ امنيتي ځواکونه هم چمتودي تر څه ژر د ولس مشرحامدکرزي د لارښووني سره سم د امنيت مسوليت په غاړه واخلي .

دويچه ويله: دا مهال په هلمند کي څومره بهرني ځواکونه سته او ليږد به څومره وخت ونيسي؟

منگل: د ليږد دغه بهيربه د لښکرګاه نه پيل کيږي وروسته به پړاو په پړاو ولسواليو ته غزيږي او تر2014 ميلادي کال پوري به بشپړيږي. زه اميدواريم چي د نورو ولاياتو په قطارکي په غاړه اخلي او د ايساف ځواکونه به په بشپړه توګه وزي.

دويچه ويله: تاسو د پوره چمتووالي هوډ څرګند کړ د امنيتي ځواکونو د پياوړي کولو له پاره څه ترتيبات سته؟

منگل: سره له دې چي زموږ د امنيتي ځواکونو وسايل او تجهيزات تکميل نه دي نيمګړتياوي لري خو بيا هم د خپلوخلکو په هوډ او د امنيتي ځواکونو په سرښندني باور لرو خلک او ولسونه راسره همکارۍ او په موجوده وسايلوسره کولای سي د هلمند نه په خپلواکه توګه د فاع وکړي . په دي هکله هيڅ انديښنه نلرو.

دويچه ويله: د هلمند امنيت څنګه ارزوی او سوله ييز پروګرامونه موڅه دي؟

منگل: د سولي په هکله پروګرامونه لرو د مخالفينو راتګ دوام لري که د يوې خوا نه د امنيت مسوليت په غاړه اخلو د بلي خوا د هغه هيواد والو په وړاندي چي په مخالفت کي دي د سولي غيږه مو ورته خلاصه ده.

دويچه ويله: تاسو په هلمند کي د کوکناررو د کرني د کچي د راټيټيدو خبره کړې، دا په کوم دليل ؟

منگل: کوکنار په تيرو دوه کلونو کي کم سوي دي او په سلوکي څلويښت کموالی دی. زه هيله منديم چي سږ کال به هم د کوکنارو د کرني کچه پوره راټيټه سي. د کوکنارو د کرني په مخنيو کي جدي هڅي رواني دي. ځکه چي کوکنار د جګړې او نا امني د لامل په توګه تشخيص سوي دي.