1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنۍ آسیا کې د روسیې د پوځی حضور هڅې

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

د روسيې ولسمشر، دیمیری میدویدوف، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد به یې په راتلونکي کال کې د تاجکستان سره یوه داسې موافقه وکړي چې له مخې به یې په دغه هیواد کې د روسیې د پوځې اډې شتون د 49 کلونو لپاره تمدید شي

https://p.dw.com/p/12SV0
د روسيې ولسمشر
د روسيې ولسمشرانځور: dapd

وروسته له هغې چې میدویدوف د خپل تاجکستاني سیال سره په دغې اړه خبرې اترې وکړې، هغه وویل:

«مونږ پر دې خبرې موافقه کړې چې خپلو وزیرنو ته امر وکړو چې د راتلونکي کال په لومړیو درې میاشتو کې د دغې موافقې د لاسلیکولو لپاره ټول تدابیر ونیسي.»

د میدویدوف په خبره نوې موافقه به د راتلونکو 49 کلونو لپاره اعتبار ولري. نوی تړون به د 2004 کال د هغه تړون ځای ونیسي چې له مخې یې روسیې په تاجکستان کې د لسو کلونو لپاره پوځي اډه درلودای سوه.

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمانوف، ویلي چې په هیواد کې یې د روسیې د پوځې اډې شتون ډیر مهم دی:

«په تاجکستان کې د روسیې د پوځي اډې شتون، په سیمې کې د امنیت او ثبات د تینګښت لپاره یو ډیر اساسې فکتور دی.»

روسي خبري آژانسونو د دغه هیواد د دفاع د وزارت د چارواکو په حواله لیکلي چې روسیه به د تاجکستان  د موافقه په بدل کې د دغه هیواد پوځ وروزی او وسلی به ورته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي او تاجکي ولسمشرانو تیره ورځ یوه بله موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې 300 روسي سرحدي ځواکونه خپل تاجکي سیالان وروزي.

مام علي رحمانوف ویلي چې په هیواد کې یی د روسېې پوځې اډې د سیمې د ثبات لپاره مهم دی
امام علي رحمانوف ویلي چې په هیواد کې یی د روسېې پوځې اډې د سیمې د ثبات لپاره مهم دیانځور: picture alliance/dpa



د روسیې او تاجکستان تر منځ اړیکې د روان کال په مې میاشتې کې وروسته له هغې سړې شوې چې روسیې پر تاجکستان د خپل د نفتو صادرات ودرول.

تاجکستان د پخواني شوروي څخه د جدا شویو هیوادونو په ډلې کې تر ټولو غریب هیواد دی چې د نفتو او ګازو کومي څیرمې نه لري. دغه هیواد تیر کال خپل 90 سلنه د نفتو واردات له روسیې څخه ورکړل.

اوس مهال روسیه په تاجکستان کی څه نا څه 6000 سرتیري لري. روسي سرحدي ځواکونه تر 2005 کال پورې په تاجکستان کې میشت ول او افغانستان سره يې د دغه هیواد پوله تر خپل کنترول لاندي درلوده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالبارې حیم