1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په غزه کي اسرائيل زموږ پر ښوونځيو بريدونه کړي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

اسرائیل د غزې په جگړه کې د خپلو اقداماتو له امله تر انتقاد لاندي دی. د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ له مخي، د غزې په جگړه کې د دغه سازمان په ښوونځيو کې په لسونو هغه فلسطينيان وژل شوي دي چې هلته يې پناه اخيستې وه.

https://p.dw.com/p/1FFxd
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو د یوه کمېسیون په رپوټ کې راغلي دي چې تیر کال په دوبي کې د غزې په جگړه کې نزدې ۴۴ فلسطینیان چې د ملگرو ملتونو په ښوونځیو کې یې پنا اخیستې وه د اسرائیلو په یرغلونو کې وژل شوي دي.

دغه رپوټ چې په نیویارک کې وړاندي شوی دی پکښې راغلي دي چې په دغو ښوونځیو کې ۲۲۷ نور پناه غوښتونکي ټپیان شوي هم دي. په دغه رپوټ کې په فلسطین کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې (UNRWA) له خوا د اسرائيلو پر پوځ باندي تور لگول شوی دی، چې پر هغو ښوونځيو باندي چې د دوی له خوا اداره کيږي اووه يرغلونه شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه بریدونه له کوم خبرداري پرته تر سره شوي دي، په داسې حال کې چې د ټولو ښوونځيو موقعیت څو واري اسرائیلو ته د پنا ځای په توگه ورکړل شوی وو.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د تیر کال په نومبر میاشت کې یو پنځه کسیز کمېسیون ټاکلی وو چې پر ښوونځیو باندې شوي بریدونه وڅیړي.

«فلسطینیانو هم له ښوونځیو څخه ناوړه استفاده کړې»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې دی د ۴۴ فلسطینیانو په وژل کیدو سخت خواشینی دی. هغه ویلي دي چې دغه يرغلونه «یوه جدي مسله» ده. د بان کي مون په وینا د هغو کډوالو له پاره چې غوښتل یې ځانونه خوندي ځای ته ورسوي «هیلي او باور» له منځه وړل شوی دی. هغه ویلي دي چې د ملگرو ملتونو تأسیسات باید د بریدونو هدف و نه گرځي، ځکه چې هغه خوندي ځایونه دي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې امنیت شورا به د دغه رپوټ په هکله د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اپریل ۲۸مه) غور وکړي.

په عین وخت کې دغه کمېسیون تور لگولی دی چې حماس او نورو فلسطیني وسله والو ډلو د ملگرو ملتونو له دغو ښوونځیو څخه د وسلو د زیرمو په توگه ناوړه استفاده کړې ده. بان کي مون د امنیت شورا ته په استول شوي لیک کې دا خبره تائید کړې ده چې د ملگرو ملتونو په دغو تأسیساتو کې وسلې پټي کړل شوي وې. ويل شوي دي چې احتمالا په دوو پیښو کې فلسطیني جنگیالیو له ښوونځیو څخه فیرونه کړي دي. بان ویلي دي چې دا د «منلو» نه ده.

ملگرو ملتونو د ۲۰۰ مخیز رپوټ یوازي ۲۳ مخه عامه محضر ته وړاندي کړي دي. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د «هاآرتص» په نوم ورځپاڼې ته ویلي دي چې هیواد به یې د دغه رپوټ پایلې تحلیل کړي او له ملگرو ملتونو سره به په گډه کار وکړي. د غزې په تراډه کې واکمن فلسطیني سازمان حماس، هم په دې برخه کې د همکارۍ خبره کړې ده.

د فلسطین د خپلواکمني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض مالکي ویلي دي چې د فلسطین خپلواکمنه اداره به دغه رپوټ د جزا نړیوالې محکمې (ICC) ته وړاندي کړي. د فلسطین خپلواکمنه اداره د رواني میاشتې له پیل راهیسې د دغې محکمې غړیتوب لري.

د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د غزې په جگړه کې د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر ۲۲۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول چې ډېر یې ملکي وگړي ول. په اسرائیلو کې بیا ۷۰ کسان ووژل شول چې ۶۶ پکښې عسکر ول.