1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په سوريه کي مرستي لږ دي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مهر ۲۲, سه‌شنبه

په سوريه او عراق کې نژدې ۱۲ ميليونه کډوال مرستو ته اړتيا لري. د هغوی وضعيت اوس وار په وار بدورگی کيږي، ځکه ژمې ته يوازي څو اوونۍ پاته دي. د يوه بشري ناورين گواښ موجود دی.

https://p.dw.com/p/1DVEL
انځور: REUTERS/U. Bektas

ملگرو ملتونو دمخه خبرداری ورکړی چې «زموږ د زماني يو ستر بشري اضطراري حالت» راروان دی. د سورېې او عراق په جگړه او کړکېچ ځپلو سيمو کې د ژمي سخته څپه راروانه ده.

کله چې د حرارت درجه منفي صفر ته راکښته شي، بيا نو گومان نه کيږي چې جگړه ځپلي او بې سر پناه خلک دې وتوانيږي چي د ژوند آسانه سلگي دي ووهي.

په ډيرو دغو سيمو کې د ژوندانه د عادي موادو کمښت هم ليدل کيږي. ډير کډوال تر شنه آسمان لاندي او يا هم په موقتي سرپناو کې شپي او ورځې سبا کوي. دا ويره هم موجود ده چې ډير خلک ښايي له دي ژمي بچ پاته نه شي.

د آلمان له «نړيوالي لوږي سره د مرستي سازمان رئيسه، بيربل ديکمن وايي: «په خاصه توگه د سورېې کورنۍ جگړې ځپلي سيمي له مناسبو سرپناوو، د ژمي کالي او کمپلو او بړستنو څخه بي برخې دي.»

آغلې ديکمن زياتوي: «د خوراکي موادو او څښاک د پاکو اوبو کمښت خو هسي هم شته.» هغه زياتوي: «دا هغه وضعيت دی چې پنځه کاله دمخه يې اټکل نه کېد. ځکه تر کورنۍ جگړې دمخه په سوريه کې د خوراکي موادو وضعيت پر يوه ټينگ بنسټ ولاړ وو.»

له جگړه ځپلو سيمو د کډوالو تېښته دوام لري

د جگړو کلونو دغه وضعيت ته سخت بدلون ورکړ. د ملگرو ملتونو د مرستي سازمان(OCHA) د اټکل له مخي يوازي په سوريه کې څه د پاسه شپږ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړ دي. ډيري سيمي خالي شوي دي، ځکه په ميليونونو انسانان د سورېې د حکومتي عسکرو او يا هم تندلارو اسلامپالو، لکه «اسلامي دولت» ترهگري ډلي له ويري گاونډيو هيوادونو ته تښتېدلي دي.

هلته هغوی بهرنيو مرستو ته اړ دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کميسارې(UNHCR) وايي چې له دوی سره تر اوسه پوري کابو درې مليونه سوريايي کډوال ثبت شوي دي.

د کوباني ښار کډوال
د کوباني ښار کډوالانځور: DW/K. Sheikho

د هغوی ډيری په ترکيه، لبنان او اردن کي ديره شوي دي. يوازي د سورېې له سرحدي ښار کوباني څخه چې له اونيو راهيسي سخت جنگ روان دی، څه د پاسه ۱۷۰ زره خلکو ترکيې ته پناه وړې ده.

په عراق کې هم وضعيت سخت د اندېښنې وړ دی. وار په وار ډېر خلک د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» څخه خپل هيواد پريږدي او گاوڼديو هيوادونو اردن او ترکيې ته پناه وړي.

د رپوټونو له مخي له جنورۍ مياشتي راهيسي په عراق کې ۱،۸ ميليون خلک له خپلو کورونو څخه تيښتو ته مجبوره شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسارې د وينا له مخي، سر بيره پر دي کابو ۹۰۰ زره نور داخلي بې ځايه شوي خلک دي چې د عراق په شمال کې د کردانو په سيمو کې د پناه په لټه کې دي.

د آلمان حکومت حتې د ۱،۲ ميليون داخلي کډوالو د شتون خبره کوي. د هغوی ډير له هغو سيمو لکه نينيواه، صلاح الدين او انبار ولايت څخه تښتيدلي دي، چې د «اسلامي دولت» ډلي تر کنترول لاندي دي.

په عراق کې د خوراکي موادو وضعيت له تيرکال راهيسي نور هم خراب شوی دی. له ۱۹۹۰م کال راهيسي د هغو خلکو شمير چي د خوراک له کمبود سره مخامخ دي اوس دوه برابره شوي دي. حال دا چې د نړي په نورو هيوادونو کې دغه کچه په عمومې توگه ۳۹ سلنه راکښته شوې ده.

د آلمان د پراختيا وزير له ټولو اړخونو د زياتي مرستي غوښتنه کړې

د دغه وضعيت په پام کې نيولو سره د آلمان د پراختيايي چارو وزير گيرد ميولر، ويلي دي چي که چيري سمدلاسه مرستي ونه سي د يو ناورين به رامنځ ته شي.

ميولر په يوه مرکه کي وويل: «موږ ښايي تر څلورو يا لا اتو اونيو پوري وخت ولرو چې ژمی راورسيږي. د خوراک نړيوال پروگرام له ښه مالي توان څخه برخه من نه دی. هغه ښايي څه ناڅه شپږ اونۍ نور خوارکي مواد ولري چې اړمنو خلکو ته يي ورسوي. د ماشومانو په خوراکي مواد کي لا دمخه کمښت رامنځ ته شوی دی.»

د آلمان د پراختيايي چارو وزارت په اگست مياشت کې ۲۰ ميليونه يورو نوري زياتي پيسي په عراق کي له کډوالو سره د مرستي له پاره ورکړې.

د آلمان له راډيو سره په مرکه کې ميولر وويل: «موږ کولای شو او بايد هم مرسته وکړو. خو دا يوازي د آلمان حکومت دنده نه ده.» هغه زياته کړه. «اروپايي اتحاديه پيسي لري د دي کار له پاره يو مالي صندوقونه موجود دي چې له پيسو ډک دي. په دي وجه زه د يو سمدلاسه « ميليارد يورويي خاصو مرستو» له پاره غږ کوم، څو د ژمي له پاره سرپناوي جوړي کړو او د يو ستر بشري ناورين مخه ونيسو.