1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : پنځه ميليونه نور انسانان کډوال سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د تيرکال په لومړيو شپږو مياشتو کي په نړۍ کي ۵،۵ ميليونه انسانان د جنگ او زورزياتي له لاسه تېښتي ته اړ سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EFxT
انځور: Reuters/Adnan Abidi

په عربي نړۍ، سوريه او افريکايي هيواد نايجريا کي وسله وال زورزياتي دغه ډيری ښځي، کوچنيان او نارينه دې ته مجبوره کړل، چي له خپل هيواد څخه ووځي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په راپور کي چي د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري ۷مه) په ژنيو کي خپور سو، راغلي دي چي د ۲۰۱۴م کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۱،۴ ميليونه انسانان له يوه ښاره بل ته تللي او کډوال سوي دي.

په دغه راپور کي راغلي دي، چي تر ۴ ميليونه زيات انسانان بيا په خپلو هيوادونو کي کډوالۍ ته مجبوره سوي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په دغه راپور کي راغلي دي، چي دوی د تيرکال په نيمايي کي له نزدې ۴۶ ميليونو انسانانو سره مرسته کړې ده.

په دې سره نو د هغو انسانانو شمېر بې ساري لوړ سوی دئ، چي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مرسته ورسره کړې ده.

د کډوالو په اړه د ملگرو ملتونو په راپور کي راغلي دي، چي د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي د کډوالو ډيره برخه له سوريې څخه وه. له دغه هيواده نژدې ۳ ميليونه انسانان ووتل.

تر سوريې وروسته افغانستان (۲،۷ ميليونه کډوال) بيا سوماليا (۱،۱ ميليون کډوال) او نور هغه هيوادونه چي وگړي ئې کډوالۍ ته اړ سوي دي، سوډان، جنوبي سوډان، د کانگو ديموکراتيک جمهوريت، ميانمار او عراق ياد سوي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چاري ادارې ويلي دي چي د کډوالو دغه شمېر اوس کره نه دئ. دوی ويلي دي چي اوس ئې شمېر تر هغه ډېر زيات سوی دئ.

دغه اداره په پلان کي لري چي د روان کال په نيمايي کي به د تيرکال د کډوالو د بشپړ شمېر په اړه رپوټ وړاندي کړي.

د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخي د ۲۰۱۳م کال په وروستيو کي په ټوله نړۍ کي ۵۱ ميليونه انسانان له جنگ، زورزياتي او ظلم له کبله په تېښته کي ول.