1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: روانډا او يوگانډا د کانگو له ملېشو سره مرستي کوي

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDo

د ملگرو ملتونو ادارې ويلي دي، چي د خپلو معلوماتو پر اساس ورته جوته سوې ده چي د کانگو د ديموکراتيک جمهوريت سره تړاو درلودونکي ملېشې د روانډا هيواد له پوځ څخه مرستي تر لاسه کوي. د ملگرو ملتونو له خوا په نيويارک کي په خپاره سوي راپور کي زياته سوې ده چي د روانډا هيواد پوځ د کانگو ملېشو ته وسلې، مرمۍ، معلومات او سياسي مشورې ورکوي. په دې راپور کي پر يوگانډا هيواد هم پدغو پيښو کي د لاس درلودلو تور لگول سوی دی. يوگانډا د دې ترمخه ويلي ول چي له کانگو څخه به خپل شنې خولۍ عسکر وباسي چي د ملگرو ملتونو د امنيت ساتي د ځواک برخه ده، که د ملگرو ملتونو په راپور کي د يوگانډا نوم هم ياد سي. د کانگو په هيواد کي د اېم ۲۳ په نوم ملېشې د سه شنبې په ورځ لوی ښار گوما نيولی وو. دغه ملېشې هڅه کوي چي تر پلازمېني کينشاسا پوري ځان ورسوي.