1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ممثلانو ته اړتيا

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

دويچه ويله المان ږغ راډيو د واوره اوزده کړه راډيويي ډرامو له پاره په پښتو او دري ژبو ممثلانو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/14rmE
انځور: DW

د «واوره او زده کړه» خپرونه د المان ږغ د راډيويي ډرامو لړۍ ده چي د بشري حقونو، چاپيريال ساتني، کورني تاوتريخوالي او د ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو په اړه د ځوانانو له پاره چمتو کيږي.

دويچه ويله المان ږغ راډيو ددې ډرامو د ۲۰۰ برخو د جوړولو له پاره په دواړو ژبو پښتو او دري د ۱۲ څخه تر ۷۰ کلنۍ پوري ښځينه او نارينوو ممثلانو ته اړتيا لري.

د کار شرايط

هغه څوک چي د راډيويي ډرامو د داستان د وياند يا تمثيل مخکنۍ تجربه ولري د لومړي توب حق لري.

غوښتونکي بايد د راډيويي ډرامو د تمثيل استعداد او علاقه ولري.

دغه پروژه چي د روان ميلادي کال د جون د مياشتي له لوموړۍ نېټې څخه به پيل سي دوې مياشتي به دوام وکړي.

په دې پروژه کي د گډون له پاره ممثلان د روان کال د می د مياشتي له ۲۰ څخه تر ۲۳ پوري په کابل کي د ازمويني په ترځ کي ټاکل کيږي.

ممثلانو ته د مياشتي د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش په پام کي نيول سوی دی او د هري مياشتي په پای کي ورته ورکول کيږي.

په دې پروژه کي د کډون دپاره خپل غوښتن ليکونه د رواني می د مياشتي تر ۱۸ نېټې پوري له يوه قطه عکس سره په دې بريښنايي پتو را ولېږئ:

Najibullah.zeyarmal@dw.de
Rohullha.yasir@dw.de