1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: د اچین د پیښې آزاده څیړنه دې وشي

۱۳۹۵ مهر ۹, جمعه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما، د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۵ ملکیانو وژنه غندلې ده. یوناما په آزاده توگه د دغې پیښې د څيړولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2QkzU
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Tsgt. Robert Cloys

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه هوایي برید د سه شنبې په نیمه شپه تر سره شوې دی، چې امریکایي چارواکي یې هدف د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په نخښه کول یادوي.

Symbolbild UNAMA Logo
یوناما ویلي دي چې د برید یو شمیر قربانیان ملکي وګړي دي.انځور: AP

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما، له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې ښایي ځیني تندلارې په دغه برید کې وژل شوي خو په وینا یې ډیر شمیر قربانیان چې پکښې زده کوونکي، یو استاد او د حکومت پلوي کورنیو غړي، ملکي وگړي ول.

په اعلامیه کې راغلي دي: «یوناما د کړکیچ پر ټولو اړخونو باندې یو ځل بیا غږ کوي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې پر خپلو مکلیفتونو ټینگ پاتې شي.»

بیانیه وړاندې کاږي: «یوناما پر حکومت او نړیوالو ځواکونو باندې غږ کوي چې د دغې پیښې په هکله چټکه، آزاده، بې پلوي، شفافه او اغیزمنه څیړنه وکړي.»

د رپوټونو له مخې په اچین ولسوالۍ کې ملکي کسان د یوه ځايي اوسیدونکي په کور کې راټول شوي وو چې هغه ته له حج څخه د راستنیدو مبارکي ووايي. دغه پیښه داسې مهال رامنځ ته شوه چې خلک ویده ول.

د امریکا متحدو ایالاتو د قوماندې مرکز په اچین کې د داعش پر ضد د یوه هوایي برید د تر سره کیدو پخلی کړی وو او ویلي یې وو چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د تورونو په هکله معلومات راټولوي.

د متحدو ایالاتو د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دوی هر ممکنه اقدام تر سره کوي، څو په دغسې عملیاتو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونیول شي. بیانیه زیاتوي چې د اضافي څیړنو د ترسره کیدو په صورت کې به له افغان چارواکو سره خپل کار ته ادامه ورکړي.

تر دې دمخه د اچین ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان نور محمد دویچه ویله ته وويل چې په دغه برید کې ۱۳ملکي وګړي او د یوه قومندان په ګډون درې داعش وسله وال وژل شوي او ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.