1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ملگري ملتونه بايد پر سوريې د بريد مخه ونيسي»

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

سوریې له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې پر دغه هیواد باندې د احتمالي بهرني برید مخه ونیسي. په همدې حال کې روسیې ویلي دي چې د امریکا له خوا په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه وړاندې شوي شواهد «قانع کوونکي نه دي».

https://p.dw.com/p/19aBr
Free Syrian Army fighters launch locally made rockets in Deir al-Zor, August 31, 2013. Picture taken August 31, 2013. REUTERS/ Khalil Ashawi (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST CONFLICT)
Syrien 31.08.2013انځور: Reuters/Khalil Ashawi

پر سوریې باندې د یوه امریکايي برید ویره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر دې ته اړ کړ چې له ملګرو ملتونو څخه مرسته وغواړي. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بشار جعفري، د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، او د دغه سازمان د امنیت شورا مشري کریستینا پیرسوال، ته یو لیک استولی دی چې پکې یې له دغو دوو سازمانونو څخه غوښتي دي چې په سوریې کې د یوې بهرنۍ پوځي مداخلې مخه ونیسي.

د جعفري په لیک کې راغلي دي: «د ملگرو ملتونو سرمنشي [باید] خپلو مسئولیتونو ته اوږه ورکړي او پر سوریې باندې د هر ډول زورزیاتي مخه ونیسي او په عین حال کې باید ملگري ملتونه له سوله ییزي لاري د سوریې د شخړې د حلیدو له پاره کار وکړي.»

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر همداراز پر امنیت شورا باندي هم غږ وکړ چې له نړیوالو قوانینو څخه دباندي د ځواک د کاریدو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اوباما تر دې مخکې ویلي ول چې د اړتیا په صورت کې به پر سوریې باندې برید وکړي. خو هغه روښانه کړې وه چې دغه برید به د امریکا د کانگرس تر پریکړې وروسته ترسره شي.

پر سوریې باندي د پوځي برید په اړه خبري تر هغه وروسته تودې شوي چې د سوریې پلازمینې دمشق ته نزدې د اگست میاشتې پر۲۱ نیټې کیمیاوي ولسې کارول شوې وې. امریکا متحده ایالات د دغه برید پړه د بشارالاسد پر رژیم باندې اچوي خو اسد بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې پاڅونکوونکو د بهرنیو هیوادونو په مرسته له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

په سوريه کي د۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر اوسه پورې پکښې تر ۱۰۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

روسیې د امریکا متحده ایالاتو له خوا خپاره شوي شواهد رد کړل

امریکایي چارواکو مسکو او پیکینگ ته په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو په اړه خپل شواهدې وړاندي کړي دي. روسیې او چین تل په امنیت شورا کې د سوریې پر ضد د یوه پریکړه لیک مخه نیولې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د امریکا له خوا وړاندې شوي شواهد «په بشپړه توگه نه قانع کوونکي» بللي دي. هغه ویلي دي چې د شواهدو په برخه کې د خلکو نومونه، د آزموینو د ترسره کیدو ځایونه او همداراز په دې اړه شواهد چې دغه آزموینې د مسلکي وگړو له خو ترسره شوي دي ثبوتونه شتو نه لري.

په عین حال کې چین هم د دوشنبې په ورځ له یوې سوله ییزي لارې د سوریې د شخړې پر حلیدو باندې ټینگار وکړ.