1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له هولوکاست څخه د انکار د محکومولو پريکړه ليک تصويب کړ

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

 د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل او آلمان د سفيرانو هغه پريکړه ليک تصويب کړ چې د هولوکاست يا يهود وژنې څخه د انکار د محکومولو په موخه یې وړاندې کړی وو.

https://p.dw.com/p/45pzn
Konzentrationslager Auschwitz
انځور: Artur Widak/NurPhoto/picture alliance

۱۹۳ هېوادونو د راې اچونې پرته د دې وړاندیز ملاتړ وکړ. يوازې ايران له دې پريکړه ليک څخه واټن نيولی دی. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پر ټولیزو رسنیو هم غږ کړی دی چې «له يهودانو سره د دښمنۍ پر ضد مبازرې له پاره تدابير غوره کړي.»

اسرائيل او آلمان د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ څخه غوښتنه کړې وه چې د هولوکاست يا يهودانو د وژنې څخه د هر ډول انکار د ردولو او محکومولو په موخه په يوه خوله يو پريکړه ليک تصويب کړي. د آلمان او اسرائيل سفيرانو ويلي ول چې له هولوکاست څخه انکار سوله ایز ګډ ژوند ته ګواښ متوجې کوي. د دوی دا غوښتنه د وانزې تر کنفرانس اتيا کاله وروسته مطرح کیږي چې نازيانو پکې په اروپا کې د يهودانو د له منځه وړلو بحث کړی وو.

په اسرائیل کې د آلمان سفيرې سوزانه وازوم راينر او همدا راز په آلمان کې د اسرائيل سفير جريمي ایساکاروف د دې غونډې تر پېليدو دمخه په نيويارک کې دا غوښتنه نشر کړې ده.

دې دوو ديپلوماتانو په دې ګډه عريضه کې ليکلي: «دا پريکړه ليک ښايي د هغو ټولو دولتونو او ټولنو له پاره د هیلې او تشويق نخښه وي چې د تنوع او زغم له پاره دريږي، د پخلاينې له پاره هڅه کوي او په دې پوهيږي چې د هولوکاست يادونه د دې ډول جنايتونو د تکراريدو د مخنيوي له پاره اړینه ده.»

د آلمان د «تاګس شپيګل» او اسرائيل د «معاريو» ورځپاڼو دا غوښتنليک نشر کړی دی.

دواړو سفيرانو ويلي دي چې له هولوکاست يا يهود وژنې څخه انکار د دې جنايت پر قربانيانو، د هغوی پر اولادونو، پر یهودانو او «په ټوله نړۍ کې د ټولنې پر بنسټیزو سوله ایزو شرائطو او پر سوله ایز ګډ ژوند» بريد دی.

دا درخواست په داسې حال کې مطرح شوی چې د وانزې کنفرانس اتيا کاله پوره کیږي. د ۱۹۴۲م کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه نازي مشرانو په برلين کې د وانزې په نامه جهيل پر غاړه په پرتې ماڼۍ کې ليدنه کتنه لرله څو تر ۱۱ ميليونو زياتو يهودانو د سيستماتيکې وژنې په اړه خبرې وکړي.

Haus der Wannseekonferenz
هغه ماڼۍ چې نازي مشرانو پکې د يهودانو د وژنې طرحه وړاندې کړې وهانځور: DW/N.Wojcik

د پريکړه ليک په دې مسوده کې ملګرو ملتونو له يهودانو سره د دښمنۍ د يو ډول تعريف د رامنځته کولو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره د پانګونې وړاندیز شوی دی.

همدا راز له ټولنیزو رسنيو څخه غوښتنه شوې ده چې له هولوکاست څخه د انکار سره د مبارزې له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

آلمان «به یې هيڅکله هير نه کړي»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بېربوک ويلي دي چې تر وانزې کنفرانس آن اتيا کاله وروسته هم د دې يادونه اړينه ده چې څرنګه آلماني ديپلوماتان د نازيانو په جنايتونو کې ورسره همکار شول.

مسلمانانو او يهودانو په ګډه له اوشويڅ ليدنه وکړه

هغې وويل: «د بهرنیو چارو وزارت هغه چارواکي چې د نازي رژیم په نسل وژنه او جنايت کې یې خپل خدمات وړاندې کړي ول، د هغوی د کړاو له پاره ګرم دي.»

بېربوک د هولوکاست قربانيانو ته درناوی څرګند کړ او ژمنه یې وکړه: «موږ به هیڅکله هېر نه کړو چې آلمان له هغوی سره څه کړي ول.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د جنورۍ ۲۷ نېټه چې د اوشويتڅ د اجباري کمپ د آزايدو ورځ ده، د هولوکاست قربانيانو د يادون او درناوي د کلنۍ ورځې په توګه ټاکلې ده او دا ورځ د هولوکاست د يادون د نړيوالې ورځې په توګه هم ياديږي.

ب. ص/ ن. ز (AP, dpa, KNA)