1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د باثباته ودې اجندا پر سر موافقه وکړه

۱۳۹۴ مرداد ۱۲, دوشنبه

د ملګرو ملتونو غړو هیوادونه تر ۲۰۳۰ کال پورې د باثباته ودې یوه اجندا منلې ده. دغه پلان به په راتلونکې میاشت کې د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې تایید شي.

https://p.dw.com/p/1G8n2
انځور: D.net/Amirul Rajiv

د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو د یکشنبې په شپه د «زموږ د نړۍ بدلول: د باثباته ودې له پاره تر ۲۰۳۰ کاله پلان» تر عنوان لاندې پر دغې اجندا باندې موافقه وکړه.

دغه ۲۹ مخیز پلان په د سپتمبر پر ۲۵مې او ۲۷مې ټیې د ملګرو ملتونو د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د تایید له پاره وړاندې شي.

په اجندا کې د عمل یو پلان وړاندې شوی او دا خبره هم منل شوې ده چې فقر په نړۍ کې تر ټولو لویه ننګونه ده او باثباته ودې ته په ټولو هیوادونو کې اړتیا لیدل کیږي.

په اجندا کې ۱۷ لوی او ۱۶۹ وړوکي اهداف ټاکل شوی دي. دغه اهداف به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې تر لاسه شي.

دغه اجندا د دوو کلونو په جریان کې جوړه شوې ده او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کيمون، هغه د «خلکو یو داسې پلان بللی دی چې فقر به له منځه یوسي».

بان کیمون ټینګار کړی دی چې دغه اجندا او تیره میاشت په ادیس ابابا کې رامنځ ته شوی تړون «د یوې نوې دورې» پیل دی.

په اجندا کې ټینګار شوی دی چې د هیوادونو مشران باید تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټوله نړۍ کې فقر له منځه یوسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب