1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ملکي مرستې باندې د آلمان ټینگار

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۱۳, جمعه

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر ګرد میولر، وایي چې په افغانستان کې د آلمان په نوي پوځي ماموریت کې باید ډیر زیات پر ملکي رغاونې ټینګار وشي. له بلې خوا د آلمان پوځ له پاره بیا د بې پیلوټه الوتکو غوښتنه شوې ده

https://p.dw.com/p/1AkyQ
د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر ګرد میولر
د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر ګرد میولرانځور: AFP/Getty Images

آلمان له افغانستان څخه د خپلو جنګي سرتیرو له وتلو څخه مخکې د نوموړي هیواد د ملکي رغاونې له پاره پر خپلې ژمنې باندې ټینګار وکړ. د آلمان د پرمختیایي چارو نوې وزیر ګرد میولر، وویل چې ملکي رغاونه باید د نوي پوځي ماموریت مهمه برخه جوړه کړي.

په تیره څه د پاسه یوه لسیزه کې په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت باندې باید هرکال له سره غور او د حکومت له خوا د آلمان فدرالې شورا یا بوندستګ ته د تصویب له پاره وړاندې شي. د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په راتلونکي پوځي ماموریت کې باید ملکي رغاونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د مسیحي سوسیال دغه سیاستوال له «راینشه پوست» ورځپاڼې سره په یوه مرکه وویل چې په نوي پوځي ماموریت کې چې ښایي په خپل ډول کې وروستی وي «غیر پوځي مکلفیتونه» باید په څرګنده توګه تشریح شي.

میولر په دې اړه وویل: «که چیرې غواړو چې د جنګي سرتیرو له وتلو څخه وروسته له یوه ناورین سره مخامخ نه شو نو باید په نوي ماموریت کې ملکي رغاونې ته یوه پراخه ساحه ومنله شي.»

د آلمان د پرمختیایی چارو وزیر په خپله مرکه کې چې د راینشه پوست د جمعی د ورځي په ګڼه کې چاپ شوې ده وویل : «آلمان باید هڅه وکړي چې له افغانستان څخه د سرتیرو له وتلو څخه مخکې په نوموړي هیواد کې د ملکي رغانو سکتور لکه د ښوونځیو، سړکونو او بازارنو د جوړولو او خلکو ته د کار موندولو شرایط چمتو کړاي شي.»

نوموړي وزیر وویل چې په اوسني وخت کې آلمان د افغانستان د ملکي رغاونې په سکتور کې هر کال ۴۳۰ میلیون یورو مصرفوي. هغه یادونه وکړه: «زه فکر کوم چې موږ له دې څخه هم زیاتو پیسو ته په دې برخه کې اړتیا لرو.» میولر وویل چې هغه به د آلمان د افغانستان د نوي پوځي ماموریت په هکله په همدې نږدې وختو کې د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاین مایر سره چې د سوسیال دیموکرات گوند غړی دی، او د دفاع له وزیرې اورزولا فون دیرلاین، چې د مسیحی دیموکرات غړې ده وغږیږي.

اوسنی پوځي ماموریت د فبروري میاشتی تر پایه پورې قانونیت لري. د آلمان فدراله شورا یا بوندستګ باید هغه بیا تصویب کړي. په هغې شورا کې پرته له کیڼ اړخو څخه نور ټول ګوندونو تر اوسه پورې د هغه ماموریت په پلویتوب رایی ورکړي دي. آلمان په افغانستان کی اوس څه نا څه ۳۱۰۰ سرتیري لري. د ۲۰۱۴ کال په پای کې د هغوی جنګي ماموریت پای ته رسیږي. د یو شمیر نورو هیوادونو په څير آلمان هم غواړي چې په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري د افغان امنیتی ځواکونو د روزلو له پاره وساتي خو د هغوی د دغه ډول ماموریت په هکله کوم مشخص پلان جوړ شوی نه دی.

«آلمانی پوځ هم باید بې پیلوټه الوتکې ولري»

په عین وخت کې د آلمان د پوځ له پاره د فدرالی شورا ځانګړي استازي هلموت کوینیګز هاوز، غوښتنه وکړه چې آلمانی پوځ هم باید په پی پیلوته الوتکو سمبال کړای شی. کوینیګزهاوز وویل چې دغه وسلې ته د سرتیرو د ځان ساتنې له پاره اړتیا لیدله کیږي. هغه زیاته کړه: «کله چی زموږ او یا د متحدینو سرتیري د ژوند له خطر سره مخامخ شي، موږ باید لاس تر زنې پاتی نه شو.» کوینیګزهاوز د آلمان خبري آژنس ته وویل: «موږ باید اجازه ور نه کړو چی زموږ سرتیري پرته له محافظت پاتې شي.»

د آلمان د پوځ له پاره د فدرالې شورا ځانګړي استازي یادونه وکړه، کله چې د بی پیلوته الوتکو د رانیولو په هکله بحث کیږي نو «باید له هغو څخه د کار اخیستو په اړه اخلاقی پوښتنو ته هم ځواب پیدا شی». له دې خبرې څخه د هغه هدف په اوسني وخت کې په پاکستان د امریکایی بی پیلوتو الوتکو عملیاتو ته اشاره وه چی ویل کیږي د مشکوکو ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوی له پاره تری کار اخیستل کیږي. خو یو شمیر بشري ډلو نیوکه کړې ده چې په دغو عملیاتو کې «ولسي خلک هم وژل شوي دي»، هغه څه چې د نړیوالو بشري قوانیونو څخه سرغړونه ده.

د آلمان د پوځ د صنفي اتحادیې مشر اندرې ویستنر، هم د جنګي بې پیلوته الوتکو د رانیولو غوښتنه کړې ده. هغه وویل: «کله چې سرتیري یوه پوځي ماموریت ته استول کیږي، هغوی باید ښه پوځي تجهیزات ولري.» که څه هم د آلمان نوي ایتلافی حکومت تر اوسه پورې پر دې موضوع باندې خبرې نه دي کړي او هغه شخړه ییز موضوع ده، خو د دفاع نوې وزیرې فون دیر لاین، په مزارشریف کې له خپلو سرتیرو سره د لیدنی کتنی په وخت کې ډاډ ورکر چې « د سرتیرو د محافظت» له پاره به له «هیڅ ډول هڅي» څخه سپما ونه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب