1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي اردو: په عملياتو کي ۳۰۰ وسله وال مړه او ټپيان سوي دي

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

د افغانستان په ختيځ کي د ۲۰۱ سيلاب قل اردو د دوهمي لوا قوماندان جنرال محمد افضل وايي چي دغه عمليات يي له ايساف ځواکونو سره په ګډه تر سره کړي دي.

https://p.dw.com/p/QukE
د ملي اردو ځواکونه په جلال اباد کي د عملياتو پر مهال
د ملي اردو ځواکونه په جلال اباد کي د عملياتو پر مهالانځور: AP

پر افغان او بهرنيو ځواکونو د دولت ضد اورپکو غلچکي بريدونه او د ولايت په بيلا بيلو برخو کي پراګنده چاودنو د دغه ولايت اوسيدونکي انديښمن کړي دي.

جنرال افضل زياتوي چي په دغو عملياتو کي د افغان ملي پوځ شاوخوا ديرشو تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

« په دغو عملياتو کي ۲۵۵ پوري مخالفين وژل سوي،د ديرشو نه تر پينځه ديرشو پوري ژوبل سوي دي، همدومره اسير دي، او دا کسان د زياتو تحقيقاتو لپاره اړوندو امنيتي ادارو ته سپارل سوي دي.»

د ۲۰۱ سيلاب قل اردو د دوهمي لوا قوماندان همدا راز په دغو عملياتو کي د دولت ضد زور پالو د ګڼ شمير وسلو او چاوديدونکو توکو د نيولو خبره هم ورکړه .

په ورته وخت کي په ختيځ کي د ګڼ مليتيزه سوله ساتي ځواک ايساف) د ۳۲۰ قطي د ۱۰۱ فرقي قوماندان کرنيل انتوني هيلي هم دغه عمليات د ټولو ختيځو ولايتونو د امنيت لپاره ډير اغيزناک و ارزول.

نوموړي چي له افضل سره په ګډه خبري کولې هغه ګنګوسې رد کړې چي ګواکي د دوی ځواکونه په ۲۰۱۲ کال کي له ختيځ زون څخه وزي او دغه چاري په يوازي سر افغان ځواکونو ته سپاري.

« موږ په روان حال کي د افغان ملي ځواکونو د روزلو پروسه چټکه کړې ده ، موږ به په ۲۰۱۴ کال کي د دغه حوزې مسوليت افغان دولت ته وسپارو نه په ۲۰۱۲ کال کي.»

د سيلاب قل اردو د ددوهمي لوا افسران او سرتيري له درو کلونو راهيسي په دغه زون کي له ايساف ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

دغه حوزه له پاکستان سره ګډه پوله لري او تر ډيره همدا پوله د ترهګرو د تګ راتګ عمده لاره بلل کيږي.

د ننګرهار په ګاونډ کنړ او هغي خوا ته په نورستان او لغمان کي هم امنيتي حالت ډاډمن ندی .

د نورستان والي جمال الدين بدر رسنيو ته ويلي چي په ګڼ شمير کي چترالي اروپکي د پولو له هغي غرنۍ غاړي په دي ورستيو کي د دوی سيمو ته ور روان دي تر څو پر حکومت او بهرنيو ځواکونو د بريدونو تابيا ونيسي.

هغه له دغو جنګياليو سره د مقابلي لپآره له مرکزي دولت څخه د زياتو سرتيرو او تجهيزاتو غوښتنه کړي ده.

همدا راز د ايساف ځواکونو نن په يوه خبر پاڼه کي چي په کابل کي يې دويچه ويله ته ليږلې ده ويلي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کي يې د طالبانو يو مهم قوماندان وژلی دی.

دغه طالب قوماندان په هغه بريد کي وژل سوي چي د الوتکو له لوري د هغه پر پټن ځای سوی.

طالبانو پدې اړه تر اوسه پوري څه ندي ويلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل